د راپورونو له مخې په پېښور ښار کې پر دولتي مامورینو یو ماین چاودنه کړې، چې له امله يې ۱۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپيان دي.
د پاکستان ډاون ورځپاڼې د خبر له مخې، دغه ځای پرځای شوی ماین د پېښور د دولتي مامورینو پر بس چاودلی دی.
د پېښور ښار پولیس د پېښې د تایید ترڅنګ وايي، چې اوسمهال سیمه ددوی تر کنټرول لاندې ده او ټپيان يې هم روغتون ته لېږدولي دي.
د بمب د خنثا کولو ټيم وايي، چې په دغه بمب کې ځای پر ځای شوي مواد ډېر قوي او د ۸ کیلو ګرام وزن درلودونکی و.
دغه چاودنه د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له خوا غندل شوې ده.