د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسوولان وايي، اوسمهال په افغانستان کې ۳۰۰ ستر او کوچني شرکتونه فعالیتونه کوي چې خپل مالي راپور د سترو مالیه ورکوونکیو ریاست ته وړاندې کوي.
د دې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت عمومي رییس عبدالحبیب ځدراڼ سلاموطندار ته وویل چې د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۹،۲ میلیارده افغانۍ مالیه له سترو مالیه ورکوونکیو شرکتونو راټوله شوې ده.
ښاغلی ځدراڼ وايي تېرکال په ورته وخت کې ۹،۲۵ میلیارده افغانۍ مالیه له سترو ماليه ورکوونکیو راټوله شوې وه. هغه زیاتوي، د سترو مالیه ورکوونکیو لهخوا د تېرکال راټوله شوې مالیه د کورنیو عوایدو ۲۲ سلنه جوړوي.
د ګمرکونو او عوایدو معینیت مسوولان وايي سږکال هغه ۹۵ سلنه مالياتي جرایم چې مالیه ورکوونکي پوړوړي وو، بښل شوي او مالیه ورکوونکي کولی شي د ۵ سلنې مالیاتي جریمې سره خپل حسابونه تصفیه کړي.
د ماليې وزارت کړنلاړې پربنسټ هغه شرکتونه چې سوداګریز دوران يې هرکال څه باندې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ دی لکه بانکونه، مخابراتي شرکتونه، امنیتي شرکتونه، تصدۍ، او دولتي شرکتونه ستر مالیه ورکوونکې ګڼل کېږي.