په پلڅرخي زندان کې هغه څه روان دي چې په ازادۍ کې يې څوک نه شي کولی

 

د سلام وطندار موندنې ښي، چې د پلازمینې کابل ځینې ځان مرګي بریدونه په زندانونو کې د طالبانو او حقاني شبکې له خوا تنظیمیږي.

یوشمیر زندانیان، چې د کلونو راهیسې د هېواد په زندانونو کې بندیان دي وايي، زیاتره طالب بندیان  له  خپلو ملګرو سره د اړیکو اسانتیاوې او امکانات لري.

د عزیز الله په نوم یو کس، چې په کلونو کلونو څرخي پله زندان کې بندي و او اوس ازاد شوی، سلام وطندار ته وویل، چې بندي طالبانو له پاره د زندان د ځینو چارواکو او ساتونکو له خوا مبایلونه، سیمکارټونه او د اړیکو اسانتیاوې رامنځته کیږي.

عزیز الله وايي، چې د پولیسو د جدي پلټنوله امله  د ملاقات کوونکو له خوا بندیانو ته د  ټېلفونونو راوړل ناشوني دي، خو  دا کار یوازې هغه څوک کولای شي چې د زندان له چارواکو سره اړیکې ولري.

د دغه پخواني بندي  پر خبره  په زندان کې د حقاني او طالبانو ډلې بندي  کسان به نورو ته بې ګناه ښودل کیدل او د افغان حکومت پرضد به یې منفي تبلیغات کول.

نوموړی وايي:" زه خپله شاهد یم، چې  د حقاني ډلې ځينې کسان زما سره همراز و او ویل به یې چې تنخوا يې له ۵ تر ۱۰ زرو پاکستاني کلدارو پورې زندان ته ورته راځي او په ډيرې اسانۍ سره یې له ترهګرو سره اړیکې نیولې".

دغه پخوانی بندي زیاتوي، چې د ولسمشر له خوا د بندیانو د خوشې کېدو په اړه صادر شوي فرمانونه هم د زندان د چارواکو  له خوا پلورل کیږي.

د دغه پخواني بندي د ادعاو په اړه مو هڅه وکړه، چې د څرخي پله د زندان چارواکو نظر هم واخلو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بریالي نه شو.

په همدې حال کې تېره ورځ (اپرېل ۲۰مه)  یو شمېر تورن کسان، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا  نیول شوي و اعتراف وکړ، چې د څرخي پله زندان دننه په کابل ښار کې جرمنو ته هڅول کېدل.

تېره شپه د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود هم یوې رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو زیاتره ځانمرګي بریدونه د هېواد په زندانونو کې پلانیږي.

خو د کورنیو چارو وزارت د زندانونو رییس جنرال عبدالحکیم کوهستاني سلام وطندارته وویل، ښايي له ځینو سره مبایلونه وي، خو دوی اجازه نه ورکوي، چې بندیان مبایلونه ولري او په هره اونۍ کې یوځل د بندیانو خونې پلټل کیږي.

کوهستاني وایي، چې تراوسه هغوی له بندیانو نه زیات مبایلونه هم راټول کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د زندانونو رییس د افغانستان په زندانونو کې د څیړنو له پاره د پرمختللو وسایلو د نه شتون له امله اندیښه وښوده او ويې ویل، چې هغوی داسې ماشینونه په واک کې نه لري، چې د پټو سیم کارټونو او مبایلونو په اړه ورته راپور ورکړي.

کوهستاني زیاتوي، چې د قانون له مخې هر یو بندي د دولتي ټیلفونونو له لارې حق لري، چې خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي چې دولت دا امکانات هم بندیانو ته چمتو کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام