پاکستاني رسنیو د خبر له مخې نن سه شنبې ( د ۲۰۱۵م زيږديز کال د مارچ په ۱۷ مه ) د دغه هېواد حکومت ۱۲ مجرمین د پاکستان په ۷ بېلابېلو ښارونو کې په دار وځړول.
پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي، چې یاد ۱۲ مجرمين، د کراچۍ، ملتان، فیصل اباد، جهنګ، ګوجرانواله، راولپنډي او ملتان ښارونو په جيلونو کې اعدام شول.
د ډان نيوز د راپور په اساس د کراچۍ په مرکزي زندان کې د فيصل او افضل په نومونو دوه تنه د قتل په تورونو په دار وځړول.
په دغو مجرمينو کې د کاشف په نوم يو مجرم په ۲۰۰۶ م ميلادي کال کې په خپل مرګ مړ شو.
همدارنګه په ملتان مرکزي زندان کې د ظفر اقبال په نوم يو تن د شپږ کلنې نجلۍ د قتل په تور اعدام شو.
پر نوموړي د پاکستان محکمې له خوا په ۱۹۹۶ م زيږديز کال کې د اعدام سزا واورول شوه.
په ملتان زندان کې بل قيدي د وقار نذير په نوم هم اعدام شو.
د فیصل اباد په مرکزي زندان کې د محمد نواز په نوم مجرم اعدام شو.
دغه مجرم خپل دوه خپلوان د منظور او مقصود په نومونو د اوبو پر سر د لانجې له امله وژلي و.
همدارنګه په ګوجرانو واله مرکزي زندان کې محمد اقبال، جهنګ زندان کې مبشر عباس، محمد شریف او ریاض په نومونو راولپنډي زندان کې دوه مجرمین ملک محمد ندیم زمان او محمد جاوید همدارنګه په میانوالي مرکزي زندان کې ظفر اقبال او رب نواز په دار وځړول شول.
د راپورونو پر بنست همدا اوس د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکزي زندان کې ۶ زره زندانیان دي، چې ۴۲۳ تنو باندې د اعدام سزار اورول شوې.
په سند کې ۳۵۵، خېبر پښتونخوا ۱۸۳، بلوچستان ۷۹ او په نورو زندانونو کې ۱۵ کسان د خپل مرګ لپاره شپې او ورځې شمېري.
خو له بل لوري د ځينو ازادو رسنيو راپورونه بیا وايي، چې همدا اوس په پاکستان کې شاوخوا ۸ زره مجرمین دي، چې د دغه هېواد محکمو د حکم له مخې باید اعدام شي.