د اکټوبر ۱۱ مه د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان له خوا د انجونو نړېوالې ورځې په نوم نومول شوې، دغه ورځ د سه شنبې په ورځ کابل کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت له خوا کابل کې هم ونماځل شوه.
د افغانستان غوندې په یو وروسته پاتې هیواد کې چې د فرهنګي او ښونیزې بې وزلۍ او جنسیتي توپیر سره مخ دی د نجو زیږول، راتلونکو میندو ته ګڼ شمیر خنډونه او ننګونې پریږدي.
په کم عمر کې ودونه، په بدو کې ورکړه، له زده کړو بې برخې کول يې، دهیواد د نجونو په وړاندې عمده ستونزې دي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې میرمن مسعوده کروخي د نجلۍ ورځې په نمانځغونډه کې وویل، ټول کورنۍ او ټولنیز تاوتریخوالی لومړی د کور او کورنۍ له دننه نه پیلیږي.
میرمن کروخي زیاتوي ترهغه، چې د مور او پلار په چلن او دید کې بنسټیز بدلون رامنځته نه شي د ښځو او نجونو په وړاندې به د تاوتریخوالي کچه هم راټیټه نه شي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنرې قدریه یزدانپرست په دې غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه تر دې بریده په لوړیدو ده، چې کولی شو دې ځمکې ته قهرجنه او قهریدونکې جغرافیه و وایو.
د میرمن یزدان پرست پر وینا، سره له دې چې په دې وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د ښځو حقونو څخه د دفاع په نوم ډیرې پیسې لګول شوي، خو په بنسټیزه توګه د میرمنو په ژوند کې چندانې تغییر نه دی راغلی.
له بلې خوا د ولسمشر د دوم مرستیال سلاکاره حبیبه وهاج وایي، چې د میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه باید د ټولنې ټولنیز او فرهنګي حالت وڅیړل شي.
د ښځو حقونو د فعالانو په باور یوازې په شعار ورکولو او په لنډ محاله پروژو نه کیږي، چې د میرمنو ستونزې حل شي.
د اکتوبر ۱۱ د انجونو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ترڅو په ټوله نړۍ کې د هغوی حقونو ته جدي پام وشي.