په هلمند کې له لنډې دمې وروسته د جګړې بیا پېل

د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې لسګونه وسله والو پر شاوخوا لسو امنيتي پوستو له تیرې ورځې راهیسې بریدونه پیل کړې دي

بل خوا د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د دې ولسوالۍ د ګومبدو په سیمه کی تېره ورځ وسلوالو طالبانو سره د یوې پوستې ټول ۱۲ پولیس یو ځای شوي دي.

د دوی په خبره وروسته طالبانو د پولیسو په مرسته نورې پوستې نیولې دي.

د هلمند ځایي امنتیي چارواکي وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سنګین د کمر بند په یو شمېر پوستو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۵ پولیس وژل شوي دي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

د هلمند امنیه قو مندان پاسوال نبي جان ملا خیل سلام وطندار راډیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سنګین والسوالۍ د کمر بند په درېیو پوستو باندې حلمه کړې ده، چې په پایله کې یې ۵ پولیس وژل شوي دي او ۶ تنه ټپیان شو دي.

پر همدې مهال د هلمند د امنيه قومندانۍ د همږغۍ مسول محمد اسماعيل هوتک وايي، چې اوس هم پر پاتې ۷ امنيتي پوستو سخته جګړه روانه ده او دواړو لورو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلى هوتک وايې چې سيمې ته نور سرتېري هم رسيدلي دي او وسله وال هم په لوى شمېر کې جګړې ته راغلي دي.

بل لوری ته د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي رسنیو ته په لېږل شوي ټلیفوني پیغام کې لیکلي چې په سنګین ولسوالۍ کې یې ۳ امنیتې پوستې له منځه وړې دي او شاوخوا ۱۵ سرتېري یې وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.

احمدي وایي دوی ته سپکې او درنې وسلې هم په لاس ورغلې دي.

دولت د دوی د دې ادعا په اړه څه نه وايي.

 

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام