په هلمند کې د یوې بهرنۍ چورلکې د لوېدو له امله ۴ تنه وژل شوي

هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو وياند ډګروال محمدرسول ځاځي نن (پنج شنبه می۱۹ مه) سلام وطندار ته وویل، دغه پوځي چورلکه چې بهرني پوځیان په کې سپاره وو؛ پرون مازديګر راولېدلې ده.

ډګروال محمد رسول وایي، چی  د چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

نوموړي وايي، چې دغه چورلکه د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د "دوایر" په پوځي اډه کې نسکوره شوې ده.

ځاځی زیاتوي، چې په دې پوځي اډې کې تر ډېره بهرني پوځیان اوسېږي.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچېنې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په نسکوره شوې چورلکه کې ۴ تنه وژل شوي دي او ۳ تنه نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي، په دې چورلکه کې د امریکا د ځانګړي ځواکونو سرتیري سپاره وو، چې د ګزمې له پاره بهر وتلې وو او پوځي اډې ته د بیا را ګرځېدو پر وخت نسکوره شوې ده.

دوایر په هلمند یوازنۍ پوځي اډه ده، چې د امریکايي ځواکونه په کې اوسېږي.

تر اوسه پورې بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي برخې د دې چورلکې د نسکورېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام