د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست وايي، چې له تېرو څو اونیو راهیسې د دې ولایت زرګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوې دي او ډېرې هغه یې د سرپناه ځای نه لري.
د هلمند د کډوال چارو رییس نقیب الله زمریال سلام وطندار ته وویل، چې په ولسواليو کې د جګړو له شدت سره سم، د دې ولایت د ناوې، نادعلي، مارجې او ګرمسېر ولسوالیو سربېره د لښکرګاه ښار د لرو پرتو سیمو نه هم مرکزي سیمو ته کورنۍ کډه شوې دي.
د ده په خبره، هره ورځ شاوخوا ۱۰ کورنۍ لښکرګاه ښار ته راکډه کېږي. د زمریال په نظر، د نادعلي او ناوې ولسوالیو د جګړو له امله په لومړي ځل شاوخوا ۷زرو نه تر ۸ زرو کورنیو پورې لښکرګاه ته کډه شوې، چې ۲ زره یې بیا کندهار او نورو ولایتونو ته وکوچېدلې.
د دې ولسوالیو کورنۍ ځکه له خپلو ځایونو کډېږي، چې د جګړو په لومړیو کرښو کې قرار لري او د خونديتوب په پار نورو ځایونو ته پناه وړي.
د هلمند له بېلابېلو ولسوالیو نه کډه شوې کورنۍ د ځای له نه شتوالي شکایت کوي او وايي، چې په ۴ کوټهييز کور کې شاوخوا ۶ کورنۍ ژوند کوي.
د نادعلي ولسوالۍ د لوی باغ سیمې اوسېدونکی خان محمد او بي بي سمیرا له خپلې کورنۍ سره د وسله والو طالبانو د جګړهییز حالت نه راکډه شوي دي.
دوی چې له شلو ورځو راهیسې په کرايي کور کې اوسي؛ له ځان سره یې د کور وسایل هم نه دي راوړي. دوی وايي، چې تر اوسه ورسره هېچا مرسته نه ده کړې.
خان محمد او سمیرا له حکومته غواړي، چې د سرپناه د ځای ترڅنګ ورسره د خوراک او پوښاک مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات بیا د هلمند د ناامنو ولسوالیو د خوندي تابه له پاره یې هڅې پیل کړي، چې کډوالې شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.
له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې د هلمند د ځېنو ولسوالیو په ګډون د لښکرګاه ښار د دویمو او درېیمو حوزو په سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله ډېرې کورنۍ کډه شوې؛ خو افغان چارواکیو یې د امنیت د خوندیتوب خبرې کوي.