په هلمند کې د هوايي ځواک بریدونو ۵۷ طالبان وژلي

د هلمند ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال اقانور کېنتوز وايي، چې د دې ولایت په سنګین، نهرالسراج، خانشین او په مارجیې ولسوالیو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک او د افغان هوايي ځواک په ګډو بریدونو کې ټولټال ۵۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.

همدارنګه د راپورونو له مخې په دغو عملیاتو کې ۳۹ تنه وسله وال ټپيان شوي هم دي.

مل پاسوال اقانور کېنتوز په دې اړه سلام وطندار ته وویل، دغه بریدونه د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې شوي، چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د طالبانو ځانمرګي برید کوونکو ۹ کسیزه ډله هم وژل شوې.

د هلمند امنیه قوماندان وايي، د ځانمرګو بریدګرو دغه ډله په سنګین ولسوالی کې وژل شوې، چې په همدې ولسوالۍ یې د برید پلان درلود.

کېنتوز زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې د سنګین ولسوالۍ له پاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال مولوی اغا ټپي شوی او د درمنلې له پاره یې پاکستان ته وړی دی.

د امنیې قوماندان په خبره، د هوايي ځواک په عملیاتو کې د طالبانو څلور زغروال موټر هم ویجاړ شوي دي.

قوماندان زیاتوي، چې عملیات په دقیق ډول تر سره شوي او ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

په هلمند ولایت کې داسې مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت او افغان امنیتي ځواکونو له خوا هوايي بریدونه کېږي، چې څو اونۍ مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما امریکايي ځواکونو ته، چې په افغانستان کې د ناټو په اډانه کې له افغان امنیتي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت لري امرکړی و، چې د طالبانو او داعش ډلې په خلاف د افغان امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ بریدونه وکړي.

په دې وروستیو کې دا لومړی ځل دی، چې په هلمند ولایت کې په یو ورځ ۷ هوايي بریدونه ترسره کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام