ځينې افغان شنونکي په دې باور دي، که افغان حکومت سره د اوربند په هوکړه کې د طالبانو د قطر استازي شامل وي، نو د عملي کیدو چانس یې ډېردی.
د چارو د ځینو شنونکو په باورټاکل شوې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو دویم پړاو کې به د اوربند په مسله خبرې وشي او ډیره هیلمندي هم شته، چې اوربند به د دواړولورو له خوا ومنل شي.
په دې اړه د چارو شنونکي په دې باوردي، چې که د سولې د خبرو په دويمې ناستې کې د نورو طالبانو ترڅنګ د قطر د دفترپه استازولۍ کوم استازی ګډون وکړي او دوی ټول په اوربند توافق وکړي، نو بیا دا شونې ده چې عملي شي.
د چارو شنونکی محمد حسن حق یار وایي، که داسې وشي، نو بیا شونې ده چې نه یواځې اوربند به عملي بڼه غوره کړي نورې پرېکړې که وشي هغه ته به هم د عمل جامه واغوستل شي.
د طالبانو له خوا د اوربند د هوکړې په صورت کې د اوربند د نه عملي کېدو په اړه اندېښې هغه مهال راپیدا شوې، چې تردې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګوندې طالبان په څوډلو ویشل شوي دي، نو که د اوربند پریکړه وشي عملي کول به یې ستونزمن وي.
خو د چارو بل شنونکی وحید مژده بیا وایي، که د طالبانو له لورې په دی اړه اندیښنې راپیدا شوي دي نو د افغان حکومت له لورې به بشپره توګه د اوربند د نه عملي کیدو په اړ ه هم اندیښنې شته.
د مژده په وینا، په افغان حکومت کې ځینې داسې کسان شته چې هغوی په سولې باورنه لري او وایي چې طالبان باید له منځه یووړل شي اوټول ووژل شي.
د هغه په باور د سولې په خبرو کې د طالبانو د نورو استازو ترڅنګ د طالبانو د قطرد دفترپه استازیتوب هم څوک ګډون وکړي؛ نو بیا ترډیره ددې امکان شته چې که په اوربند هوکړه وشي نوعملي به هم شي.
تیره ورځ یوه پاکستاني سیاستوال رسنیو ته ویلي وو، ترډیره ددې تمه کیږي چې د سولې د خبرو په دويم پړاو کې به د قطرد دفتراستازي ګډون وکړي او د دواړو لورو ترمنځ به اوربند هم وشي.
په همدې حال کې د چارو بل شنونکی جاوید کوهستاني سلام وطندارته وویل، چې په هېواد کې دننه ځینې سیمې د طالبان په ولکه کې دي او دوی هم پوځي او هم سیاسی برخه لري، نو که په مذاکراتو کې د طالبانو د ټولو لورو استازي ګډون وکړي او بیا د اوربند پریکړه وشي شونې ده، چې عملي شي.
خو کوهستانی په افغان لوري باوري دی او زیاتوي، چې د اوربند په برخه کې د افغان دولت له اړخه کوم شک نشته، خو دی د سولې په خبرو کې د قطر د دفتر استازو په ګډون ټينګار کوي.
تردې وړاندی داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې د سولې د خبرو دويمه ناسته به په چین کې ترسره کیږي، خو تېره ورځ بیا ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل، چې دا ناستې به هم په پا کستان کې د جولای په ۳۱ نیټه جوړه شي.





