په هلمند کې د ملي اردو ۴۸ تنه وژل شوي

د ملي اردو دغه سرتېري د وسله والو طالبانو له خوا د یو برید په ترڅ کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي، چې د ملي اردو ۴۸ تنه د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يوه برید له امله وژل شوي دي.

د هلمند ولایت یوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د ملي اردو پر یوې امنيتي قرارګاه برید شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ د ملي اردو پر دغې پوځي اډې تېره ورځ برید شوی، چې له امله يې ۴۸ تنه وژل شوي دي.

دغه امنيتي سرچينه وايي، چې شاوخوا ۸۰ تنه نور امنيتي ځواکونه، چې پولیس او ملي اردو دي د وسله والو طالبانو په محاصر کې دي.

له بل لوري د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي هم مني، چې دغه سرتېري د د یادې ولسوالۍ د سرې کرښې په نوم سیمه کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو پر پوځي اډې له بريد وروسته د ملي اردو موټرې او وسلې هم له ځانونوسره وړي دي.

اخوا وسله وال طالبان هم د خپلو سرتېرو برید مني او وايي، چې په لسګونه سرتېري يې وژلي او یو شمېر نور يې ټپيان کړي هم دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام