نادعلي د هلمند لویدیځ ته پرته ولسوالۍ ده، شاوخوا ۲۵ زره هکټاره د کرکیلې له پاره ځمکه لري، چې زیات اوسیدونکي یې پرخپلو کروندو کې د پنبې، پلي، لمرګلی (افتاب پرست)، کنجدي، کشمالي غنم او جوار کري.
دلته له سبزیانو سربیره یو شمیر خلک د انارو، شفتالو، انګورو او ځینو نورو میوو باغونه هم لري.
د هلمند د کرنې ریاست د ترویج مدیر فضل محمد حبیبي سلام وطندار ته وویل، چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې ۴۰ سلنه د لمرګلي او پلیو کرکیله زیاته شوې ده.
د حبیبي په خبره چې شاوخوا۱۰ زرهکتاره کشمالي، ۱۳۰۰ هکتاره پلي او ۳۰۰ هکتاره لمرګلی کرل شوي دي.
دده پر وینا ځکه ددې سیمې اوسیدونکي د لمرګلي او پلیو کرکیله کوي، چې دغه کښت له یوې خوا لږې اوبه غواړي او له بله پلوه ډیر حاصل هم ورکوي.
نوموړی وايي، چې دوی په دغه برخه کې بزګران روزلي دي.
د ترویج دغه مسوول په خبره هڅه کوي، چې ددې ولسوالۍ اوسیدونکو له پاره ورته نورې کرکیلې هم دود کړي.
هغه وایي اوس دوی ته شنې خونې هم ورکړل شوي او ځایي خلک ترې راضي ښکاري.
د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي وایي، ځکه یې د لمرګلي او پلیو کرکیله خوښه کړه، چې دا کرکیله ددغه ولایت د ډیرو لرې پرتو سیمو اوسیدونکو لپاره ښه ده.
د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي محمدګل او منورشاه، چې په خپلو ځمکو کې یې لمرګلي کرلي وایي، دا کښت لږې اوبه غواړي او ډیر حاصل ورکوي.
هغوی وایي، لمرګلی په یوجریب ځمکه کې نږدې۶۰ منه تخم کوي چې یو من يې په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کیږي.
ددوی په وینا د لمر ګلي کښت د نورو کروندو په پرتله ښه حاصل لري او بزګران ترې مناسبه ګټه ترلاسه کوي.
د هغه په خبره، دغه حاصلات په بازار کې ښه قیمت هم لري.
بل لوري ته د کرنې متخصیصین وایي، که چیرې دا کرکیله په هلمند ولایت کې دود کړلی شي ښایي د کوکنارو په کښت کې هرکال ۲۰ سلنه کموالی راشي.
د کرنې متخصص حبیب الرحمن واکمل وایي، چې د لمرګلي کرنه اوس یواځې په نادعلي او مارجې ولسوالیو کې دود شوې، چې کېمياوي سره لږه غواړي، ځمکه نه خرابوي او بزګرانو ته يې کرکيله هم ساده ده.
لمر ګلی هغه بوټی دی، چې په غرنيزو او للمي ځمکو کې هم کرل کيږي، سيمه په خپلو زيړو او غټو ګلانو ښکلې کوي، چې ګلونو يې مخ لمر ته ګرځولی وي او تر مازديګره تر او تازه وي.
همدا ډول د لمر ګلي څخه په پرمختللو هېوادونو کې غوړي هم جوړيږي اوډاکټران هغه چاته د دې غوړيو توصيه کوي، چې د زړه ناروغۍ لري.
هلمند کې داسې مهال د ۴۰ سلنې لمرګلي او پلیو کرکیلې زیاتوالی ښه لاس ته راوړنه بلل شوې، چې افغان چارواکي او نړیواله ټولنه هڅه کوي د هلمند په ګډون د ټول هیواد په کچه د کوکنارو بدیل کښت پیدا کړي.