په هرات کې د کتاب څلورم لوی نندارتون د " کتاب د هدایت مشعل" په نوم جوړ شو.
د هرات سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دغه نندارتون کې ۳۵ عنوانه کتابونه له ۵۰ زرو زیاتو جلدونو کې چاپ شوي وو، چې په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول.
دغه نندارتون نن (دوشنبه) د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او همدارنګه د لیکوالانو او خپروونکو د ټولنې له خوا جوړ شوی وو.
د هرات والي محمد آصف رحيمي د نندارتون د پرانیست غونډې پر مهال وویل، که څه هم په افغانستان کې د انټرنټ د راتګ سره سم د کتاب لوستلو فرهنګ کم شوی، خو بیا هم دا شان نندارتونونه د کتاب لوستلو فرهنګ ته پراختیا ورکولی شي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اریا روفيان بیا وايي، چې په هرات کې دغه نندارتون د نورو نندارتونونو سره توپير درلود.
هغه زیاتوي، چې په دغه نندارتون کې یواځې ۱۰۰۰ جلده کتاب د افغان لیکوالانو له خوا چاپ شوي دي.
د هرات ځينې ځايي اوسېدونکي هم د داشان نندارتونونو هرکلی کوي او وايي، چې دا ډول نندارتونونه کولی شي د کتاب لوستلو فرهنګ ته وده ورکړي.