د ټاپي، ټاپ، تورغونډۍ د اورګاډي رېلپټلۍ او نوري فایبر څلورو سترو منطقوي پروژ کار نن د افغانستان، هندوستان ترکمنستان او پاکستان د لوړپوړیو چارواکیو په حضور کې پیل شو.
لومړی د څلورو واړو هېوادونو چارواکیو د ترکمنستان په «سلیم چشمه» سیمه کې د ډېرو ګډونوالو په موجودیت کې د ټاپي ګاز نللیکې پرانیسته وکړه.
د دې مراسمو له پای ته رسېدا وروسته د څلورو واړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي د هرات ښار د مولانا جلالالدین محمدبلخي تالار ته لاړل او له وینا وروسته یې د ویډیويي تصویرونو له لارې د دې پروژو پرانیسته پیل کړه.
د ویناوالو په برخه کې لومړی ویناوال افغان ولسمشر محمداشرف غني و. ده زیاته کړه چې افغانستان به د سترو پروژو له لارې په سیمه کې د اتصال ټکی وي او په همدې اساس افغانستان په سیمه کې د بېلتون نه، بلکې د پیوستون سیاست لري.
افغان ولسمشر د ټاپي پروژې د اختتامیې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت غواړي هېواد یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې او ټرانزیټ د اتصال خاوره وي.
ولسمشرغني زیاته کړه، افغانستان غواړي د اسیا په څلور لارې بدل شي او په سیمه کې شته بدامنۍ او اقتصادي کمزورۍ له منځه یوړل شي.
د ده په خبره، افغانستان به جنوبي اسیا د مرکزي اسیا له هېوادونو سره وصل کړي.
افغان ولسمشر سیمهییزو هېوادونو ته په خطاب وویل چې افغانان راتلونکی په نظر کې نیسي، ځکه خو له هېچا سره دوښمني نهلري.
محمداشرف غني همدارنګه په ټینګار سره وویل چې د ټاپي پروژې د کارونو له پیل سره به هرات د سیمې په څلور لارې بدل شي او زیاته یې کړه چې افغانان د سیمهییز همکارۍ ترڅنګ د سولې او ثبات او د سوداګریزۍ راکړې ـ ورکړې غوښتونکي دي.
افغان ولسمشر دا هم وویل چې د دې پروژې ډېرې ګټې به د هرات، فراه، هلمند، نیمروز او کندهار اوسېدونکیو ته ورسېږي؛ خو په ټوله کې په هېواد مثبت اغېز لري.
د ولسمشر غني په باور، د تورغونډۍ رېلپټلۍ به یو ځل بیا د تورغونډۍ ښارګوټی د افغانستان په سوداګریز بندر تبدیل کړي.
هغه په ټینګار سره وویل چې له ترکمنستانه پاکستان ته د د برېښنا د مزي «ټاپ» د انتقال پروژه د هېواد لویدیځه او جنوب لویدیځه اقتصادي حوزه سره وصلوي او دا پروژه به افغانانو او دولت ته ډېرې اقتصادي ګټې ولري.
له ولسمشرغني وروسته د ترکمنستان ولسمشر قربانقولي بیردي محمد دف وینا وکړه او ټاپي پروژه یې د سیمهییز همپالنې په نامه یاده کړه او ویې ویل، ترکمنستان چمتو دی چې سیمهییزو هېوادونو ته لا ډېره انرژي ورکړي.
د ترکمنستان د ولسمشر په وینا پسې جوخت د پاکستان لومړي وزیر شهیدخاقان عباسي وینا وکړه، ټاپي او ټاپ پروژې یې سیمهيیزه پروژې وګڼلې. ده زیاته کړه چې دا پروژې د سیمې په کچه امنیت او سولې ته اړتیا لري.
ده په سیمه کې پر سولې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه افغانستان او پاکستان په سیمه کې له سولې او ثباته بله ستره غوښتنه نهلري.
د پاکستان لومړي وزیر وویل چې ټاپي پروژه له پیله په سیمه کې د سولې او ثبات د تامین په معنا ده او پاکستان د افغانستان د بري په هیله دی.
د پاکستان د لومړي وزیر له وینا وروسته په بهرنیو اړیکو کې د هند د دولت وزیر مبشر جواد اکبر خبرې پیل کړې او پر سیمهییزې همکارۍ یې ټینګار وکړ.
ښاغلي اکبره زیاته کړه، افغانستان په رښتیا د اسیا زړه دی او دغه زړه باید سالم وساتل شي. ده زیاته کړه، که په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات وي؛ نو د ټولې اسیا لهپاره مهم ځکه دی چې دغه هېواد د اسیايي هېوادونو ترمنځ د پل حیثیت لري او د انرژۍ د انتقال په پار خوار مهم دی.
په بهرنیو اړیکو کې د هند د دولت وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل، هند او افغانستان تاریخي اړیکي لري او دغه اړیکې به د هېچا له امله زیانمنې نهشي.
ده د افغانستان په مهموالي ټینګار وکړه او ویې ویل، هند له افغانستان سره د بیارغونې او ترهګرۍ ضد مبارزه کې ولاړ دی او افغانان د هند لهپاره مهم دي.
ده د ټاپي پروژه د ۲۱مې پېړۍ د اتصال مرکز وګڼلو او له څلورو واړو دخیلو هېوادونو نه یې غوښتنه وکړه چې د ګازو د نللیکي سمه ساتنه وکړي او د دې پروژې د امنیت لهپاره هڅې وکړي.
د څلورو واړو لوړپوړیو چارواکیو له وینا وروسته د هرات په ګذر ولسوالۍ کې چې له هرات ښاره ۲۵ کیلومتره واټن لري، د مولانا جلالالدین محمدبلخي له تالاره د ویډیويي تصویر له لارې په ژوندۍ بڼه د ټاپي پروژې عملي کار له پیلېدا سره هممهاله د تورغونډۍ د رېلپټلۍ، نوري فایبر او ټاپ پروژو کارونه هم افتتاح شول.