د بینالافغاني خبرو اترو د پیل لپاره د طالبانو له لوري د شرط له اېښودو وروسته چې د حکومت له لوري د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کول دي، اوس یو شمېر مېرمنې له قید او شرط پرته د یاد شمېر طالب بندیانو د خلاصون په اړه اندېښنه څرګندوي.
نن په هرات کې یو شمېر مېرمنو په دې شعار چې «موږ وروسته ته نه ګرځو» او «د ښځو حقونه دې نه معامله کېږي» د هرات ولایت د ودانۍ مخې ته اعتراضي غونډه جوړه کړه.
یادې معترضې مېرمنې وايي، په هېواد کې د سولې د تامین مخالفې نه دي، خو له قید او شرط پرته دې ۵ زره طالب بندیان نه خوشې کېږي.
دغو مېرمنو همداراز له جهادي او سیاسي رهبرانو وغوښتل چې له طالبانو سره دې نه همنظره کېږي او د دوه لسیزو لاستهراوړنې دې نه ورسره معامله کوي.
معترضې مېرمنې بختیاري او رها جعفري وايي، دوی د سولې مخالفانې نه دي، خو د ۵ زره طالب بندیانو د وتلو په اړه طالبان څه ژمنې کوي او له دې وروسته به د ښځو راتلونکی څه کېږي؟
په کابل کې هم یو شمېر ښځينه مدني فعالانو چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دروازې مخې ته را ټولې شوې وې، د ۵ زره طالب بندیانو د احتمالي خوشې کولو په غبرګون کې اعتراض وکړ.
د دوی په خبره، دغو بندیانو لسګونه زره افغان ځوانان په بېرحمۍ پر وینو لړلي، زرګونه مېرمنې یې کونډې کړي او دوی نه غواړي دا بندیان له محاکمې پرته د هېواد له بندخونو خوشې شي.
مدني فعاله مرضیه نجفي وايي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون باید له قید او شرط پرته د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون پر وړاندې ودرېږي او پرې نه ږدي چې د طالب ډلې بندیان له محاکمې پرته خوشې شي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې دیني عالمان، چارواکي او قومي مشران را ټول شوي وو او له سولې پروسې نه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دې را ټولېدنه کې یو شمېر ځوانانو وویل، که د طالب بندیانو په خوشې کولو په افغانستان کې جګړه پای ته رسېږي، د دې ډلې د بندیانو له خوشې کولو سره همغږي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د یوه لیک په خپرولو سره د دولت او طالبانو تر منځ د بندیانو پر تبادلې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانان حق لري، څو د سولې هوکړهلیک د جزیاتو او د بندیانو د خوشې کولو څرنګوالي په اړه وپوهېږي.
بلهخوا ولسمشر محمداشرف غني نن په ننګرهار ولایت کې یوې غوڼدې ته وویل چې حکومت د طالبانو بندیان په دې شرط خوشې کوي چې طالبان له پاکستان نه را ووځي.