ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه
چې همدا غشی به ستا پر لور ګزار شي
ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست او د ( IPSO ) فرهنګي ادارې په ګډه د پښتو ژبې د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا یاد د ارواح ښاد د یو شعر په ځمکه د طرحیه مشاعرې په جوړولو سره تازه کړ.
دغه مشاعره د چهارشنبې په ورځ (جون ۳مه) د جلال اباد ښار د سپین غر هوټل د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې مشاعره کې د ننګرهار والي سلیم کندوزي سر بېره په لسګونو شاعرانو او د شعر مینه والو برخه اخیستې وه.
د کلتور رییس اورنګ صمیم د رحمان بابا یاد اړین وباله او ویې ویل چې د رحمان بابا د دغه بیت په ځمکه يې د مشاعرې له جوړولو دوه موخې درلودلې؛ یوه دا چې ددغه ستر صوفي شاعر یاد په کې تازه شي او بل له دې لارې د سولې او امن پیغام خپور کړي.
په دغه مشاعره کې ګڼو شاعرانو د رحمان بابا د یاد بیت په ځمکه خپل لیکلي شعرونه ولوستل.
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي، ننګرهار د علم او فرهنګ ټاټوبی یاد کړ، د دا ډول مشاعرو جوړول يې ښه او پر ځای کار وباله.
نوموړي شعر د یوې ټولنې د فکري رغونې او سمونې په برخه کې خورا مهم رول لري.
په ختیځ کې د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زیارمل سلام وطندار ته په خبرو کې وویل، چې زه په د هر ډول کلتوري هڅو پلوی یم خو د پروژيې بڼې لرونکو مشاعرو پلوی نه یم، چې ګڼ فرهنګیان او ادبي بهیرونه په درشل کې نه وي.
لیکوال او شاعر انجینر ستانه میر زهیر وايي، پخوا به هر کال د رحمان بابا په یاد او د هغه د شعر په ځمکه مشاعره کیدله، خو دا څو کاله دا کار ونه شو، اوس د خوښۍ ځای دی چې په ننګرهار کې د فرهنګ ریاست او د همکارانو لخوا یې د بابا په یاد داسې مشاعره جوړه شوې ده.
زهیر شینواری هم د یادې مشاعرې په جوړښت او ترتیب نیوکه کوي او زیاتوي چې د شاعرانو او فرهنګیانو نه په کې د دولتي اداراتو کارکونکي ډېر وو.
نوموړی وايي، د دا ډول مشاعرو په جوړویدلو کې باید په سیمه کې د شته فرهنګي کړیو سره صلاح مشورې وشي او یوه ښه درنه او پرتمینه مشاعره وشي.
عبدالرحمان مومند چې د افغانستان او د پښتونخوا د بلبل په توګه يې ټول پښتانه پېژني، د پښتو ادب يو بې ساری صوفي شاعر وو او د یو ستر دېوان لرونکی و.
د هغه شاعري د ځانګړي سبک په لرلو سره د هغه شاعري ځکه د ټولو د زړه غږ بلل کېږي، چې په اورېدلو سره يې د انسان زړه روښانه کېږي.