په ننګرهار او لوګر کې د معترضو نوماندانو لاریونونه

له هغه وروسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ځنډ او وقفه‌يي توګه د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، معترضو نوماندانو او د هغوی پلویانو هم ورسره هم‌مهال اعتراضیه غونډې او لاریونونه هم پیل کړي دي.

معترضو نوماندانو نن هم په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې لاریونونه وکړل.

د ننګرهار په هسکهمېنه ولسوالي کې د معترض نوماند میاحکیم‌شاه پلویانو د لاریون پرمهال ګواښ وکړ، که د ټاکنو کمیسیون لومړنۍ پایلې او له بایومټریک پرته کارول شوې رایې باطلې اعلان نه‌کړي، حکومت سره به پرېکون وکړي.

لاریونوال وايي، که یې غوښتنو ته پام و نه‌شي، د یو شمېر ولسوالیو لارې به هم وتړي.

معترض نوماند میاحکیم‌شاه او قومي مشر نجیب‌الله وايي، د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني، په سختو شرایطو کې د رای‌ورکولو له‌پاره راوتلي، خو په حق کې یې ظلم شوی دی. د دوی په وینا، که د شکایتونو کمېسیون د ټاکنو کمېسیون له لوري په اعلان شویو پایلو کې بدلون را نه ولي، نه یوازې له حکومت سره به پرېکون وکړي، بلکې د شینوارو اړوند ۶ ولسوالیو دروازې به هم وتړي.

د ننګرهار د شینوارو له شپږو ولسوالیو ولسي جرګې ته شاوخوا پنځلسو کسانو ځانونه نوماند کړي وو، خو د لومړنیو پایلو نوملړ کې یو هم بریالی شوی نه‌دی.

اخوا لوګر کې هم معترضو نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر دروازه تړلې او د یاد ادارې مخې ته یې پرلت وهلی دی.

دغه معترضه نوماندان چې شمېر یې ۳۰ ته رسېږي وايي، د ټاکنو کمېسیون دې له بایومټریک پرته رایې باطلې اعلان کړي او بریالي اعلان شویو نوماندانو هم پراخې درغلۍ کړې دي.

دوی ګواښ کوي، که غوښتنې یې و نه منل شي، د کابل سویل ختیځه لویه لار به وتړي.

د لوګر معترض نوماند نصرت‌الله وفا وايي، ټاکنیز کمېسیونونه دې باطلې رایې، باطلې اعلان، په ټاکنو کې پر فساد تورن کسان دې څارنوالي ته ور وپېژندل شي او دغه راز دې بایومټریک رایې، له نابایومټریک هغو بېلې شي.

د لوګر معترضو نوماندانو وویل، تر هغې به دغه ولایت کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر دروازه همداسې تړلې وساتي چې یې غږ اورېدل شوی نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم معترضو نوماندانو او د هغوی پلویانو په یو شمېر ولایتونو کې لاریونونه کړي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د نوماندانو په وروستي نوملړ کې د بدلونه راتلو خبره کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام