سږ کال د فبروري میاشتې په پرتله په مارچ میاشت کې د ملکیانو مرګژوبله نږدې درې برابره ډېره شوې ده.
د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې ټولټال ۴۸۴ ملکیانو ته د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې مرګژوبله اوښتې چې ۱۸۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي. په دغو کسانو کې ۲۷ ښځې او ۵۴ ماشومان هم شامل دي.
دا بنسټ په خپل تازه راپور کې وايي چې سږ کال په فبروري میاشت کې ۱۶۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او دا مرګژوبله د تېر کال د مارچ میاشتې په پرتله هم ډېره ده.
د یادې ډلې د معلوماتو له مخې، د دې مرګژوبلې ډېره برخه په کابل کې وه چې په بېلابېلو پېښو کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.
اړوند مطالب:
د سولې خبرې؛ د ملکیانو مرګژوبله درې برابره کمه شوې
«کابل کې د ۲۰۱۸ کال پر مهال ۵۱۰ ملکیان وژل شوي»
طالبانو فاریاب کې دوه ملکیان دولت سره د همکارۍ په تور وژلي
له کابل وروسته په ننګرهار کې ۴۲ ملکیان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله زیاتوي، که څه هم ولسمشر غني په یوه فوقالعاده امنیتي غونډه کې چې په مارچ میاشت کې جوړه شوې وه، افغان او بهرنیو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي، خو بیا هم د تېرې میاشتې په اوږدو کې ګڼو ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دې ډلې معلومات ښيي چې د یادو پېښو تر ټولو دردوونکې په کندوز او هلمند ولایتونو کې شوي چې له کبله یې په کندوز کې د یوې کورنۍ ۱۴ غړي وژل شوي او په هلمند کې هم ۳ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
دا ډله وايي چې په تېره میاشت کې هدفي وژنې هم ډېرې شوي چې له کبله یې ۲۵ ملکیان وژل شوي دي.
د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د ملګرو ملتونو له سازمان، بشري حقونو کمېسیون، مدني ټولنو او عامو خلکو غواړي چې د ملکي مرګژوبلې د مخنیوي لپاره ډېره هڅه وکړي.
دا ډله له افغان او بهرنیو ځواکونو او د دولت له وسلهوالو مخالفانو هم غواړي چې په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.