داعش ډله په جوزجان کې ولسي پاڅون‌کوونکي جذبوي

په جوزجان کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له سلام‌وطندار سره په مرکه وايي چې د قوش‌تېپې ولسوالي د امنیې قومنداني سرپرست عزت‌الله وردم په‌دې ولسوالي کې داعش ډله تجهیزوي.

د سرچینې په وینا، داعش ډله د ولسي پاڅون کوونکیو له لیکو نه سرتېري جذبوي او که د یادې ډلې د فعالیت مخه ونه نیول شي، دا ولسوالي به د داعشیانو لاس ته ولوېږي.

په همدې حال کې د جوزجان یوشمېر مدني فعالانو سلام‌وطندار ته وویل چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت دوام ورته د منلو نه‌‌دی او حکومت یې باید وځپي.

د جوزجان یو مدني فعال قادر پولاد وايي، په دغه ولایت کې وروستیو ناامنیو اندېښمن کړی او امنیتي ادارې یې باید د کابو کولو لپاره اقدام وکړي.

خو د جوزجان امنیې قومنداني سرپرست عبدالواحد وجدان وايي، په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه ورته تراوسه رسمي راپور نه‌دی رسېدلی.

د نوموړي په وینا، په یادو ولسوالیو کې امنیتي او کشفي ادارې فعالې دي او د داعش ډلې د فعالیت موضوع یوازې یوه ګنګوسه ده.

بله‌خوا د قوش‌تېپې ولسوالي د امنیې قومنداني سرپرست عزت‌الله وردم له سلام‌وطندار سره په ټیلیفوني اړیکه کې پر ده لګول شوي تورونه بې‌بنسټه بولي او وايي، ځینې کړۍ یې د نوم بدولو هڅه کوي.

خو په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې ځینې ولسي سرچینې مني چې داعش ډله په پټه توګه په دغه ولایت کې خپل فعالیت پیل او خپلې ډلې ته جلب‌وجذب کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام