د هلمند ولایت څخه تازه راپورونه وايي، چې د دغه ولایت د لښکرګاه په څلورمې حوزې او نادعلي په سيمو کې لا اوس هم درنه جګړه روانه ده.
ویل کيږي، چې دغه جګړه پنځه ورځې وړاندې د دې ولایت په شاوخوا سيمو کې هغه مهال پېل شوه، چې د طالبانو له لوري پر امنيتي پوستو بريدونه وشول.
د راپورونو پر بنسټ تر اوسه په دغه جګړه کې شاوخوا ۱۶۰ وسله وال طالبان او ۲۵ افغان امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
د ياد ولایت امنيه قومندان پاسوال نبي جان ملاخېل سلام وطندار ته وویل، چې دوی د نادعلي او ګرېشک ولسواليو سربېره د لښکرګاه ښار څلورمې حوزې اړوند په باباجي سيمه کې هم خپل عمليات پېل کړي دي.
هغه وايي، چې تر دې دمه هوايي او ځمکني عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له لوري ترسره کيږي.
ملاخېل زياتوي، چې د وسله والو طالبانو قومندان مولوي ناصر يې، چې جنګ هم د همده له خوا رهبري کېده، د ۲۷ تنو نورو ملګرو سره وژلي دي.
د هلمند امنیه قومندان وايي، چې په هوايي او ځمکني عملياتو کې ملاغني او ملاقیوم په نومونو د طالبانو نور قومندانان يې هم وژلي دي.
د هغه په وينا، د افغان امنيتي ځواکونو له پاره د پلچکونو په جوړولو اخته دي، تر څو وکولی شي په دغو ولسواليو کې کور په کور عمليات پېل کړي.
نبي جان ملاخېل وايي، چې د کابل نه دوی ته حمايوي تازه دمي ځواکونه هم ور رسېدلي دي او دغه قطعات به د هلمند له پولیسو سره يوځای په سيمه کې عمليات وکړي.
پاسوال نبي جان ملاخېل د هلمند لښکرګاه اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې دوی به سيمي خوندي وساتي.
پټه دې پاتې نه وي، چې د راپورونو له مخې د دغې جګړې ډېره برخه د پولیسو له لوري پر مخ وړل کيږي او د دغو ځواکونو د پرمختګ سره سره وسله والو طالبانو ته تلفات هم اوختي دي.