د راپورونو پر بنسټ په لوګر ولایت کې له غاصبینو شاوخوا ۴ زره جریبه ځمکه بېرته نېول شوې او په دې اړه يې ۹۸ تورن کسان هم امنیتي او کشفي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.
د یاد ولایت د والي ویاند وياند سلیم صالح خبریالانو ته وویل، د ولسمشر د فرمان لهمخې په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې هغه ۴۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه چې یو شمیر کسانو غصب کړې وه بیرته ترلاسه کړې.
هغه زیاته کړه، چې د لوګر د محکمې د رپوټ لهمخې په لوګر کې ۱۲ زره جریبه ځمکه غصب شوې، چې ۴ زره جریبه ځمکه یې د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو د غاصبینو له منګلو خلاصه شوې ده، دغه ځمکه د لوګر پوهنتون او د محمداغې ولسوالۍ کې ده.
د لوګر د والي ویاند پر وينا، په لوګر کې د دولت وسلهوالو مخالفینو ترڅنګ د ځمکو غاصبینو د بیارغاونې د وړو او لویو پروژو مخه ډب کړې چې ژر تر ژره به د ولسمشر په لاروښونه نور اقدامات هم ترسره شي.
« په لوګر ولایت کې د بیاروغونې په برخه کې ستره ستونزه د ځمکو غصب ده، چې اوس مهال په ټول لوګر کې درې کم ۱۹ سوه کسانو غصب کړی چې ۹۸ کسان یې د امنتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.»
له بل لوري بیا، د لوګر امنیه قوماندانۍ راپور بیا بل څه وايي.
دوی وايي، چې په دغه ولایت کې یو سل او پنځلس زره جریبه ځمکه غصب شوې خو د لوګر د اراضي ادارې او محکمې د مالوماتو له مخې ۱۹۰۰ کسانو ۱۲ زره جریبه ځمکه غصب کړې او دا لومړی ځل دی چې دغلته ۴ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بیرته ګرځول کیږي.