په دې وروستیو میاشتو کې پر لوړو دولتي څوکیو د ځوانو ښځو ګومارنې ډېرې شوېدي. دغو ډېرو ګومارنو حساسیتونه راپارولي او له نیوکو سره مخ شوېدي. ځېنې منتقدین وایي چې دا ګومارنې تر ډېره پر شخصي سلیقو او خپلویو ولاړې دي او ځېنې بیا وايي چې تازه ټاکل شوې مېرمنې تجربه نهلري.
خو یو شمېر د ښځو حقونو فعالانې دا ګومارنې په نیکفال نیسي؛ ځکه به وینا یې دا د ښځو د وړتیا اثبات لهپاره ښه فرصت دی.
د ښځو حقونو یوه فعاله لطیفه بیګ نژاد وايي چې ښځې باید له دې فرصته په ګټنې ثابته کړي چې ښځې په بریالتوب سره پر لوړو دولتي پوستونو کار کولی شي.
د ښځو حقونو یوه بله فعاله زهرا سپهر وايي چې پر ښځو ډېر کله نیوکې کېږي چې پر لوړو څوکیو په سمبولیکه بڼه کار کوي. د اغلې سپهر په وینا، ښځو ته لږه اجازه ورکول کېږي چې پر لوړو پوستونو د کار له لارې تجربه تر لاسه کړي.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینې په توګه د حسنا جلیل له ګومارنې وروسته د ټولنیزو شبکو ځېنو کاروونکیو لیکلي چې د ملي یووالي حکومت کې د وړتیا لهمخې ګومارنې نه بلکې د خپلوۍ او سلیقې پر بنسټ کېږي. دغو کاروونکیو د اغلې جلیل پر عمر او تخصص هم نیوکه کړې لیکلي یي دي چې په کورنیو چارو وزارت کې پر لوړه څوکې اغلې جلیل نه د عمر او نه هم تخصص له اړخه شرطونه پوره کولای شي.
بلهخوا یو شمېر نور باوري دي چې د پالیسۍ معینیت سیاسي څوکۍ ده او هر کس کولای شي کار پرې وکړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معینه حسنا جلیل وايي چې ښځو لهدې مخکې هم د ملي یووالي حکومت کې کار کړی او ښې لاستهراوړنې لري.
اغلې جلیل د شویو نیوکو په اړه وايي چې د پالیسۍ معینیت پوځي څوکۍ نه بلکې یوه ملګي هغه ده او د کانونو او پټرولیم وزارت کې د تر لاسه کړې تجربې پر بنسټ به په کورنیو چارو وزارت کې هم بریالۍ وي.
سره لهدې چې د دولت پر کلیدي څوکیو د ځوانانو ګومارنه د حکومت له ژمنو ده؛ خو داسې ګنګسې دي چې پر لوړو دولتي څوکیو د ځوانانو په تېره ځوانو ښځینهوو ګومارنه د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لهپاره د ولسمشر محمداشرف غني د ټاکنیز کمپاین برخه ده.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاهحسین مرتضوي د دې اوازې په ردولو سره وایي، د ملي یووالي حکومت د ښځو حقونو ته ژمن او پر مدیریتي څوکیو د ښځینهوو ګومارنه د هغوی حق دی.
د ده په وینا، دا ګومارنې له کمپاین سره هېڅ ډول اړیکه نهلري.
د اطلاعاتو او فرهنګ ځایناستې وزیره حسینه ساپۍ، د سوداګرې او صنایعو ځایناستې وزیره کامله صدیقي، په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني، د بدخشان د ښځو چارو رییسه الینا غیاثي او د کورنیو چارو وزارت د پالیسي معینه حسنا جلیل هغه مېرمنې دي چې په وروستیو کې پر لوړو دولتي څوکیو ګومارل شوېدي.