د کارګرانو د ملي اتحادیې ۱۰میلیونه ډالر حیف او میل شوي دي

د سلام وطندار موندنې ښيي، چې د کوه البرز په نوم یو ودانیز شرکت د کارګرانو ملي اتحاديې (امکا) نږدې ۱۰ میلیونو امریکايي ډالرو پانګه اختلاس کړې ده.

په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د کارګرانو ملي اتحادیې او کوه البرز ودانیز شرکت تر منځ یو قرارداد لاسلیک شوی و، چې له مخې یې د اتحادیې په ۱۰ هکټاره ځمکه کې د استوګنې څلور بلاکونه ودان کړي.

د کارګرانو د اتحاديې د غړیو د ادعا او د هغو اسنادو له مخې چې سلام وطندار تر لاسه کړي، ښيي، چې د یاد شرکت له خوا د ۹۵ ودانیو د جوړولو ژمنه ورکړل شوې وه او اوسمهال یواځې ۵۰ ودانۍ یې اتحادیې ته ور سپارلي دي او د پاتې ودانیو له سپارلو سرغړاوی کوي.

د امکا او کوه البرز ودانیزو شرکت تر منځ د لاسلیک شوي قرارداد پر بنسټ د استوګنې کورنه له وړاندې د پیسو ورکولو په شرط د اتحادیې غړیو ته سپارل کېږي.

د کارګرانو د ملي اتحادیې رییس معروف قادري وايي، چې شرکت د استوګنې ۴۵ ودانۍ پلورلي دي.

که څه هم هغه ودانۍ چې شرکت باید اتحادیې ته سپارلې وای، برخلیک یې معلوم نه دی.

د کارګرانو ملي اتحادیې ځېنې غړو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې پیسې یې د قرارداد سره سم د کورونو له سپارلو مخکې ورکړي دي، خو د کوه البرز شرکت له خوا د اتحادیې کورونه په نورو خلکو پلورل شوي دي.

ددوی په وینا ، چې دغه ودانیز شرکت د اتحادیې د غړیو د استوګنې یو، یو کور په څو تنو خرڅ کړی دی.

د کارګرانو ملي اتحادیې رییس وايي، چې د کوه البرز شرکت د اتحایې پر ځمکه په ناقانونه ډول دوه نورو بلاکونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.

د دې شرکت د ادعا پر بنسټ دغه ودانۍ د اتحادیې پخواني رییس ستار پردلي او د شرکت پخواني رییس توریالي تر منځ د لفظي هوکړې له مخې شوي دي.

د قادري په خبره، د امکا او د شرکت پخواني رییس چې اوس دواړه بندیان دي، باید په دغو دواړو بلاکونو کې د جوړو شویو ودانیو ۶۰ ودانۍ یې اتحادیې ته ورکړل شوي وای.

دی وايي، تر دې چې د ده خپل کور هم د یوکال راهیسې د ډګروال محمد داود په نوم یو کس له خوا غصب شوی دی.

قادري وویل، چې داود ځان د ولسمشر غني د خپلوانو له ډلې معرفي کوي د خپلو ساتونکو په وسیله یې د ده کور نیولی دی.

د کارګرانو د ملي اتحادیې د چارواکو په خبره، د اتحادیې شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالرو پانګه د کوه البرز شرکت له خوا حیف او میل شوې ده.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت هم د کارګرانو ملي اتحایې څخه څه باندې دوه میلیارده افغانۍ پوروړی دی.

د دې اتحادیې رییس وايي، چې د اتحایې ۷ جریبه ځمکه ملي دفاع وزارت ته په کرایه ورکړل شوې ده، چې دغه وزارت ۱۲کلونه کېږی د دوی پیسې نه دي ورکړي.

سلام وطندار هڅه وکړه، چې د کوه البرز ودانیز شرکت نظر هم واخلي خو د دغه شرکت چارواکو له سلام وطندار سره په دې هکله له خبرو کولو ډډه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام