د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ د قطر په پلازمېنې دوحه کې د سولې شپږم پړاو خبرې اترې روانې دي.
د طالبانو یو شمېر پخواني چارواکي وايي، له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر سر د بحث ترڅنګ، په یادو خبرو اترو کې د سولې په هوکړهلیک کې د اسلامي امارت د نوم په ذکر کولو، له ترهګرۍ سره په مبارزې او په افغانستان کې د داعش پر موجودیت هم د خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ خبرې کېږي.
د طالبانو یوه پخواني چارواکي وحید مژده سلاموطندار ته وویل، په دغه پړاو خبرو کې د سولې په هوکړهلیک کې د طالبانو امارت د نوم پر لیکلو هم بحث کېږي.
د مژده په خبره، په بینالافغاني خبرو اترو کې د اسلامي امارت تعریف او له امارت نه د موخې پر سر به هم ډېر بحث وشي.
مژده زیاتوي، طالبانو وړاندیز کړی چې بهرني ځواکونه دې د ۶ تر ۹ میاشتو په موده کې له افغانستان نه ووځي، خو امریکا دا موده کافي نه بولي.
د طالبانو یو بل پخوانی چارواکی سیداکبر اغا وايي، د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ د قطر په شپږم پړاو خبرو کې پرمختګ شوی دی.
اړوند مطالب:
خلیلزاد: طالبان دې وسله پر ځمکه کېږدي
د سولې لویه مشورتي جرګه پای ته ورسېده
نن په قطر کې د امریکايي او طالباستازیو ترمنځ ۶م پړاو خبرې پیلېږي
د نوموړي په خبره، طالبان ټینګار کوي، تر هغې چې له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو پر وتلو او دا چې افغانستان به د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي، د ضمانت پر سر هوکړه وروستۍ نهشي، پر بلې موضوع بحث نه کوي.
د طالبانو دغه پخوانی چارواکی زیاتوي، ښايي دغه خبرې اترې د روژې میاشتې تر دویمې نېټې پورې دوام وکړي.
بلهخوا د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري سلاموطندار ته وویل، د خبرو اترو په روان پړاو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو، له نورو ترهګرو ډلو سره د طالب ډلې د اړیکو پرېکون، د اوربند اعلان او د سولې د بینالافغاني خبرو اترو پر سر بحث روان دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرو اترو شپږم پړاو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې پیل شو او تراوسه لا روښانه نهده چې یادې خبرې اترې به کله پای ته ورسېږي.