د چارو شنونکي وحید مژده سلام وطندار ته وویل، چې نن شنبې په قطر کې د مستقلو افغانانو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي شورا د استازیو تر منځ د سولې په تړاو د خبرو اترو غونډه په رسمي ډول پيل شوې ده.
د ده پر وینا، په دغه غونډه کې د قطر د دفتر رییس شېرمحمد عباس ستانکزی، د هغه مرستیال او څو نورو طالب استازيو ګډون کړی دی.
مژده زیاتوي، له افغانستان څخه د سولې د عالي شورا غړي د سوداګرۍ پخوانی وزیر انوارالحق احدي، د امریکا او اروپا څخه ځېنې مخور افغانان، چې ښځې هم په کې دي؛ په دې غونډه کې ګډون لري.
ده وویل، په دې غونډه کې د سولې په اړه خبرې نه کېږي، بلکې کوم خنډونه چې د سولې د خبرو په اړه موجود دي، په علمي ډول بحث پرې کېږي او ښايي د سولې په اړه مثبت اغېز ولري.
وسله والو طالبانو پرون (جمعه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې وه، چې د دوی د سیاسي شورا استازي به د قطر دفتر په یاده غونډه کې ګډون وکړي.
طالبانو ویلي وو، غواړي له دا ډول غونډو او فرصتونو څخه په سالمې استفادې، د خپل ولس برحقه داعيه او روا دريځ خپله مخامخ د نړیوالو تر اذهانو ورسوي.
د مژده پر خبره، د غونډې په پای کې به یو پرېکړه لیک هم واورول شي، چې د طالبانو او ور بلل شویو افغان ګډونوالو ګډ نظر به په کې منعکس شي.
د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دې په خپله د دې غونډې ګډونوال نه دی، خو د قطر د غونډې له ګډونوالو سره په مستقیمه توګه په اړیکه کې دی.
په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال حبیب الله پوځي سلام وطندار ته وویل، شونې ده، چې په دې غونډه کې به د سولې عالي شورا ځېنو غړیو ګډون کړی وي، خو په اړه یې دقیق معلومات نه لري.
ده وویل، له دې وړاندې هم د سولې عالي شورا په ځېنو دغه ډول غونډو کې ګډون کړی و، خو د سولې د عالی شورا په استازولۍ نه وو ورغلي، بلکې د مستقلو شخصیتونو په توګه یې په کې برخه اخیستې وه.
پوځي هیلمن دی، چې دغه ډول ناستې به د سولې په روانو هلو ځلو، مثبته اغېزه ولري، خو د سولې پایلې یواځې کولی شي، چې د مستقلو خبرو له لارې عملي جنبه ولري.
دا غونډه د پګواش په نامه د یوې کاناډايۍ څېړنيزې موسېسې له خوا جوړېږي، چې تر دې مخکې يې هم دا ډول غونډې، په قطر، متحده عربي اماراتو، فرانسې، ناروې، جرمني او ځېنو نورو هېوادونو کې جوړې شوې وې.