د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د مېرمنو لپاره فلمي جشنواره جوړه شوه، چې په دغې جشنواره کې د ښځو د تاوتریخوالي، ناامنیو او مېرمنو د روحیې لوړولو په اړه جوړ شوي هنري او مستند فلمونه ايښودل شوي وو.
دغه جشنواره د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست او دښځو چارو ریاست له لوري د "میمنې فلم جشنوارې" په نوم جوړه شوې وه.
په جشنواره کې لنډ مستند فلمونه لکه د ژوند ټپ،افغانه نجلۍ، د رابعې د زړه درد، بیاځلي ژوند، التین، او سولې ته نوې هیلې په نوم فلمونه نندارې ته کېښودل شوي و.
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالرشید وايي، چې د دې جشنوارې موخه د مېرمنو د روحیې لوړول دي.
رشید زیاتوي، چې دا ډول جشنوارې په سیاسي، ټولنیزو، دیني، کلتوري او کورنیو مسایلو کې د ښځو سره مرسته کوي.
منصور زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې افغان مېرمنې محرمې پاتې شوې دي او د ښځو تاوتریخوالی یو له مهمو مسایلو نه دي، چې ښځې یې ډېرې ځپلي دي.
د دغه ولایت د ښځو چارو رییسه شریفې عظیمي وویل، چې د دا ډول جشنوارو جوړل د ښځو د تاوتریخوالي د کچې کمېدو په برخه کې ځانکړې اغیزه لري.
له دې مخکې په هېواد کې د بشري حقونو د فاع کوونکو بسټونو په وارـ وار سره ویلي دي، چې د عامه پوهاوي د کچې کموالی، د سواد کچې کموالی، بېوزلي او له قانونه څخه ناخبرې د دې لامل شوې ده، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.