په فاریاب کې د واورې اورښت ۲۵ تنه وژلي

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د تېرې ورځې درنې واورې ورېدنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.

د دوی په خبره، پشتونکوټ، اندخوی، قرم قول، بلچراغ او دولت اباد ولسوالیو کې ۳۰ تنه د څوو شپنو په ګډون تري تم شوي دي.

د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر میرامان الله ظافر نن په یوې خبري غونډه کې وویل، د میمنې او خواجه سبزپوش ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې په واوره کې شاوخوا ۷۰ د سپرلۍ ایسار شوي موټر د امنیتي ځواکونو له خوا ژغورل شولي دي.

ظافر وايي، د سختې یخنۍ له امله شاوخوا ۴ زره کورني ژوي مړه او تري تم شوي دي.

ده وویل، د قرم قول په ولسوالۍ کې د واورې له کبله څو کورونه هم نړېدلي دي.

د فاریاب ولایت امنیې قوماندانۍ وویل، د بېړنیو حالاتو او طبیعي پېښو سره د مبارزې کمېټې زیانمو شویو خلکو ته د مرستې رسولو پوره چمتووالی نیولی دی.

په ورته وخت کې په هرات کې د واورې ورېدنې او سیلابونو راوتلو له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې تخریب کړې ده.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان امین الله مبین وايي، چې د ګذرې ولسوالۍ په هزار جریب کلي کې شاوخوا ۵۰۰ کسان له تېرې شپې راهیسې په سیلاب کې بند پاتې شوي وو؛ د امنیتي ځواکونو له لوري وژغورل شول.

د دې ولسوالۍ خلک وايي، سیلابونو یې ځمکې او شتمنۍ وړې د مرستې غوښتنه کوي.

د هرات ولایت د طبیعې پېښو سره د مبارزې ادارې رییس عبدالحمید مبارز حمیدي له زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې کولو خبر ورکوي او وايي، چې په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا وايي، چې په سیلابونو کې ۲ تنه وژل شوي دي.

د هرات ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د ریپوټونو له مخې د دې ولایت په ګذره، پښتون زرغون، کهسان، غوریان، کرخ او انجیل ولسوالیو کې سیلابونو لسګونه کورنه ویجاړ کړي او زرګونه جریبه ځمکه یې وړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام