په فاریاب کې د ملي اردو له ۲۰ د ډېرو سرتېرو وژل کېدل او اسېرېدل

د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي، طالبانو د میمنې ـ مزارشریف په لویې لارې د یوې امنیتي قرارګاه او دوو پوستو د نیولو ترڅنګ د ملي اردو ۲۰ پولیس وژلي، ټپیان کړي او اسیر کړی‌دي. ویل کېږي چې‌ په‌دې پېښه کې ډېر مقدار وسلې او تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د فاریاب ولایتي شورا رییس محمدطار رحماني سلام وطندار ته وویل، دا امنیتي قرارګاه او دوې پوستې د میمنې ـ مزارشریف په لویې لارې د شېرین‌تګاب ولسوالۍ په ګورزاد کلي په اړوند سیمو کې د طالبانو له لوري نیول شوې‌دي.

ښاغلی رحماني زیاتوي، په‌دې پېښه کې د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي، ۴ تنه ټپيان دي او ۷ تنه اسیران شوي. د هغه په وینا، په‌دې پېښه کې د هاوان ۳ دستګاوې، ۳ میله دهشکې، ۳ میله راکټ‌اندازه، ۱۰ میله نوره سلاح او په زرګونو مرمۍ طالبانو له ځان سره وړې‌ دي.

د فاریاب شیرین تګاب ځای‌ناستي ولسوال عبدالحکیم تورک‌اوغلي هم د امنیتي پایګاه سقوط او د سرتېرو مرګ‌ژوبله تاییدوي، وايي چې امنیتي ځواکونو شېرین‌تګاب ته نږدې څو نورې پوستې هم خوشې کړي او د ولسوالۍ مرکز ته يې شا تګ کړی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې له خواجه‌سبزپوش تر شېرین‌تګاب ولسوالۍ پورې ټولو امنیتي ځواکونو خپلې پوستې خوشې کړي او د ولسوالۍ مرکزونو ته تللي دي.

د سرچینې په حواله امنیتي ځواکونه داسې مهال په خواجه‌سبزپوش ولسوالۍ کې د شاتګ پر مهال د طالبانو له کمین سره مخ شوي چې په پایله کې يې یوه هاموې ټانګ اور اخیستی او ۳ سپاره درې کسان په‌کې سوځېدلي او ۵ تنه امنیتي سرتېري طالبانو اسیران کړي‌دي.

په‌دې اړه مو د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو امنیتي چارواکیو د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو په پرله‌پسې ډول له اړیکو نیولو سره بیا هم بریالي نه‌شولو.

طالبانو دا پېښه تایید کړې‌ده. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام