د زونونو ترمنځ د ۱۸ کلنو کرکټ لوبډلو سیالۍ پېل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چی په کابل کی د زونونو ترمنځ د ځوان کرکټرانو په ګډون سیالۍ پیل شوي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي، دغه سیالۍ ۵۰ اوریزه دي، پکې بند امیر لومړۍ لوبه له مس عینک سره ترسره کړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دغه سيالۍ به د پنځوو زونونو سپین غر، بند امیر، بوست، امو او مس عینک منتخب اتلس کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ به يوه اونۍ دوام وکړي.

ویل کیږي، چې دغه سیالۍ به د یوې اونۍ له پاره د کابل په نړېوال کرکټ او دغه راز د احمد شاه بابا مېنې په سلیم کاروان کرکټ لوبغالي کی ترسره شي.

کرکټ بورډ د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له قوله لیکي، چې د دې سیالیو موخه د کرکټ بنسټیزه وده ده.

دوی وايي، داشان سیالۍ کولای شي، افغان کرکټ ټاکوونکي ډلګۍ ته داسې ځوان استعدادونه ور وپېژني، چې ترې په نړېواله کچه ګټه اخیستل کېدای شي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې افغان کرکټ بورډ د هېواد په بېلا بېلو زونونو کې د ۱۸ کلنو کرکټرانو د لټون ازموینې پېل کړي دي.

د دې لټون په پاېله کې به د هر زون څخه غوره لوبغاړي و پېژندل شي او بیا به یې د زنونو منتخبو ۱۸ کلنو کرکټ لوبډلو کې جذب کړای شي.

ياده دې وي، کرکټ بورډ تراوسه دا نه دي ویلي، چې ایا اتلس کلنه کرکټ ملي لوبډله به هم د افغانستان د نورو ملي ۱۹ کلنو او ښکته عمر لرونکو لوبډلو په څېر په اسیایي سیالیو کې ګډون وکړي او کنه ؟

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام