د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ په شرشر کلي کې د یکشنبې پر مازدیګر یو تن، چې محمد خان نومېږي د خپلې ۲۰ کلنې مېرمنې پوزه پرې کړې ده.
محمد خان د چاقو په وسیله له خپلې ښځې پوزه پرې کړې او په نامعلوم لوري تښتېدلی دی.
د ویلو ده، چې دغه ښځه له دې وړاندې هم د خپل مېړه له خوا وهل شوې، ډبول شوي او له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې راغلي، چې ټپي شوې مېرمن یوه لور هم لري، خو هغه خپله د میمنې په افغان ترک ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د فاریاب ولایت د څارنې او تحقیق برخې د مرستیالې زرمینې زراع د څېړنې له مخې، د دغه تاوتریخوالي د علت او د محمد خان د نیولو په اړه پلټنې روانې دي.
د محمد خان خسر او خواښې له دولت او اړوندو ارګانونو نه وغوښتل، چې دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي او له مجرمانو سره یې قانوني چلند وکړي.
د یادولو ده، چې دا او دې ته ورته پېښې د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې د کورني او ټولنیزو تاوتریخوالو له امله رامنځته کېږي.
د ښځو د حقونو فعالانې وايي، چې له تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو راهیسې د ښځو د کورني چال چلند او د هغوی د ژوند د بنسټیز بدلون په پار هیڅ ډول د حساب کار نه دی شوی، ځکه خو ورځ تر بلې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرېږي.