د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چې په دې ولایت کې یې په جنايي پېښو کې د ښکېلومېرمنو یوه ډله نیولې ده.
جنرال امرخېل وویل، چې دغو مېرمنو شتمن نارینه په فریب او مکارۍ سره خپلو کورونو ته بوول او له وهلو ټکولو وروسته به یې ور سره پیسې ترې اخیستلې.
امرخېل زیاته کړه، چې دغه ډله نورې ریښې هم لري او امنیتي ځواکونه له دوی سره د تړلو ډلو د نیولو په لټه کې دي.
محمد جواد له هغو کسانو دی، چې یو ځل د دې ډلې له خوا غولول شوی و.
دی وايي، چې دغو مېرمنو د ځمکې د پلورلو په بهانه کورته ورغوښتی و او وروسته یې د ډانګونو او چړو په وسله برید پرې وکړ.
د محمد جواد پر وینا، نیول شویو مېرمنو له دغه سره د ورغلي ملګري غوږ ترې غوڅ کړ او د ده لاس هم په نښته کې مات شوی و.
جواد د خپلې ټولې کیسې په اړه داسې وايي: "غوښتل مې، چې ځمکه واخلم، د لارې په مخ کې مې دغه مېرمنې را ته ودرېدلې او ویې ویلې، چې د پلور له پاره ځمکه لري. ور سره لاړم، د دوی له لوري سخت ووهلی شوم؛ له ۲۰ زرو زیاتې افغانې او ځېنې نور اسناد یې را نه واخېستل."
حمید الله بل هغه یو دی، چې د مېرمنو د نیول شوې ډلې له لوري غولول شوی و.
دی وايي، وروسته له هغې چې ویې وهلم، خبرداری یې را کړ، که چاته ووايي، د طالبانو په لیکو کې د دوی د ملګرو له خوا به شکنجه شي.
حمیدالله وايي، چې یادو مېرمنو لومړی وواهه او بیاېې ټول جیبونه وپلټل.
دا لومړي ځل دی، چې په غزني ولایت کې د ښځینه تښتونکو ډله نیول کېږي.