تېره ورځ ناوخته د غزني پولیسو له خوا دوه رسنیز فعالان هغه مهال و ډبول شول، چې د کار نه د خپل کور په لور روان وو.
د غزني ولایت د رسنیو د اتحاديې مشر محمدعارف نوري وايي، چې په دغه ولایت د رسنیو فعالانو سره د پولیسو له خوا ناوړه چلند کول یوه تازه پېښه نه ده، بلکې پر وینا يې له دې وړاندې داسې نورې پېښې هم شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو کړنو دوام به په غزني ولایت د رسنیو پر فعالیت منفي اغیز وکړي.
له بل لوري بیا د غزني والي عبدالکریم متین خبریالانو سره د ناستې پرمهال وویل، چې دوی دغه کړنه غندي او دغه موضوع به په جدي ډول وڅېړي.
همدارنګه په غزني کې د پولیسو عملیاتي قطعې قوماندان ډګروال برکتالله هم ژمنه وکړه، چې د دې پېښې له عاملینو څخه به پوښتنې وکړې.
له دې وروسته د خبریالانو د ملاتړ ادارې وویل، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده، چې پر وینا يې دا چاره د بیان پر ازادۍ منفي اغیز کولی شي.