
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له یو کال راپه دې خوا داعش په زابل او غزني ولایتونو کې هڅه کوي، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.
د غزني ولایتي شورا رییس خالق داد اکبري سلام وطندار ته وویل، په وروستیو میاشتو کې داعش وسله وال چې ډېر هغه یې ازبکستانيان دي؛ له خپلو کورنیو سره د زابل په کوهستان او د غزني جاغوریو ولسوالۍ ته نږدې ځای پرځای شوي دي او د حکومت پر ضد جنګېږي.
د ده په خبره، داعش د مالي امکاناتو له پلوه ډېر پياوړي دي، ځکه خو ډېر طالبان هم د دوی لیکو ته ورغلي دي.
د غزني د پولیسو قوماندان جنرال امین الله امرخېل هم د غزني په ځېنو ولسوالیو او د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالیو کې د داعش وسله والو ځای پرځای کېدل مني چې د اعش په دغو ولسوالیو کې خپل پوځي مرکزونه جوړ کړي دي.
امرخېل د غزني خلکو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه او جهادي قوماندانان چمتو دي، چې د داعش د احتمالي بریدونو مخنیوی وکړي.

خو د غزني ولایتي شورا غړې فاطمه رحیمي په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر کړنو نیوکه کوي، وايي، چې د غزني ناوې ولسوالۍ له څو کلنو راپه دې خوا د طالبانو او نورو وسله والو په مرکز بدل شوی؛ خو حکومت هېڅ کار نه دی کړی.
د مېرمن رحیمي پر وینا، د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ او د زابل خاک افغان ولسوالیو اوسېدونکي له دولت څخه هیلې لنډې شوې دي او د خلکو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې، چې د پیسه داره خلکو او ډلو ملاتړ وکړي.
دغه راز، په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی حمیدالله توخي وايي، چې په غزني ولایت کې د طالبانو او داعش خپل منځي اختلافات حل شوي دي او سږکال يي په دغه ولایت کې په ګډه څو ځلې عملیات کړي دي.
د توخي په خبره، له څو کلنو راهیسې د غزني ناوې او د زابل خاک افغان، ارغنداب ولسوالۍ وسله والو په خپلو پوځي مرکزونو بدلې کړي دي او له دې سیمو څخه د هېواد نورو ترهګرو ډلو سره هم راشه ـ درشه او مرستې کوي.
د غزني ــ جاغوريو له مسیره د مسافرو تښتول او کابل ـ کندهار لويې لارې څخه له څو کلنو راهیسې د داعش ډلې وران کاره فعالیتونه کول؛ خو د تېر کال په ژمي کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د داعش او طالبانو په منځ کې اختلافات راغلي دي، چې له امله يي د ۶ داعشي وسله والو کورنۍ شړل شوې دي.





