په غزني او روزګان ولایتونو کې راوتلیو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

د مسوولینو پر وینا، له تېرو درېیو ورځو راهیسې په دغو ولایتونو کې بارانونه اوري او ډېر خلک يې په تکلیف کړي دي.

د غزني ولایت د مالستان ولسوال علي هدایت سلام وطندار ته وویل، د هغو بارانونو په پایله کې، چې له تېرو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې اوري یو شمېر کورونه نړېدلي، غځېدلې لارې تړل شوې او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.

ولسوال هدایت وايي، چې دې سېلابونو شاوخوا ۲ سوو کورنو ته زیان اړولی او هم یې د همدې کورنو ډېر حیوانات وژلي دي.

د ده پر وینا، سیمې ته د ټاکل شوي پلاوي له څېړنو وروسته به څرګنده شي، چې څومره مالي او ځاني زیان رسېدلی دی.

په ورته وخت کې د روزګان ولایت څو ولسوالیو کې هم د ډېر باران له امله زیان اوښتی دی.

د روزګان د والی ویاند دوست محمد نایاب وايي، د دغه ولایت په کیزاب، شهیداساس، خاص روزګان او مرکز ترینکوټ ولسوالیو کې هم سېلابونه راوتلي دي.

د ده په خبره، د یادو سېلابونو له امله په ګیزاب ولسوالۍ کې درې تنه وژل شوي او په ټولو ولسوالیو کې سېلابونو په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه له ځان سره وړې ده.

نایاب زیاتوي، دا چې په سیمه کې سېلابونه او بارانونه دوام لري؛ نو نه شي کولی، چې هلته کوم پلاوی ولېږي، خو پلان لري، چې د باران له درېدلو سره به سم، سیمو ته ټاکل شوی پلاوی ولېږي او معلومه به کړي، چی څومره نور تاوان خلکو ته رسېدلی دی.

ده همداراز زیاته کړه، په سیمو کې سخت باران دی او د سیلابونو له امله لارې هم تړلې دي؛ خو وايي، چمتو والی لري، چې ډېر ژر به د خلکو د لاسنیوي په موخه پلاوي ولېږي.

 نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د ستونزو پر وخت نژدې ولسوالۍ او امنیتي پوستو ته خبر ورکړي، چې له دا ډول طبیعي ناورینونو څخه د ژغورني پر مهال ورسره مرسته وکړي.

روزګانیان هم د ځېنو ولسوالیو او کلیو ترمنځ غځېدلو لارو د تړل کېدا خبره کوي او له دولته د مرستو غوښتنه کوي.

یوازې غزني او رزوګان نه، بلکې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو سیمو کې د بارانونو له امله زیانونه اوښتي، چې ځېنې رسنیز شوی او ځېنې لا د رسنیو له پوښښه لېرې پاتې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام