د سویلي سوډان حکومتي ځواکونو د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په موجودیت کې په یوې مېرمنې ډله ییز جنسي تېری کړی دی.
دغه مېرمن د خپل نوم نه اخیستلو په شرط وايي، چې د سویلي سوډان د حکومتي ځواک څلورو سرتېرو پرې جنسي تېری کړی دی.
دې مېرمنې وویل، په داسې حال کې د سویلي سوډان حکومتي سرتېرو پرې جنسی تېری وکړ، چې د پېښې په سل مترۍ کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هم ولاړ وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې جولای میاشتې په ۸ نېټه د خلکو ژغورنې حکومتي ځواکونو او په ریک ماچار پورې تړلې مخالفې وسله والې ډلې ترمنځ نښتې وشوې.
ډیلې بېسټ ورځپاڼې د جنسي تېري د قرباني شوې مېرمنې له قوله لیکي، چې حکومتي سرتېرو د جګړې له پیل وروسته ډله ییز جنسي تېري کړي دي.
عیني شاهدان وايي، کله چې نښته پیل شوه، حکومتي ځواکونه د ملګرو ملتونو د ساتنې پنډغالو ته ور دننه شول او په ښاریانو یې ډله ییز جنسي تېري وکړل.
په سویلي سوډان کې جنسي تېري په معمولي چارې بدل شوي او ډېر وخت د جګړې پر مهال دغه پېښې کېږي.
شاهدان وايي، چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د جنسي تېرو د مخنیوي په برخه کې هېڅ ډول پاملرنه نه کوي.