د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اجرايوي کمېټې لهدې مخکې ۱۳۸هغه ژوي چې د لهمنځه تللو په حال کې دي؛ په یو نوملړ کې شامل کړيوو. د چاپېریال ساتنې قانون د ۴۷ مادې پر بنسټ هغه ژوې چې پهدې نوملړ کې شاملېږي ښکار او قاچاق يې جرم دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاهزمان میوندي نن په کابل کې د ژوو ساتنې نړیوالې ورځي په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اجرایوي کمېټې د ورستیو شمېرو پر بنسټ ۱۱ ډوله نور هغه ژوي چې د لهمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي، د دې ادارې په څلورم نوملړ کې ثبت شويدي چې لهدې سره د هغه ژوو چې د لهمنځه تللو په حال کې دي ۱۴۹ ډولو ته رسېږي.
هغه له خلکو غواړي چې د یادو ژوو نسل د لهمنځه تللو د مخنیوي لهپاره دې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره مرسته وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین غلاممحمد ملکیار په خبره، د دوی دوه کلنه ارزیابي ښيي چې دغه ډول ژوي د لهمنځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د دې ادراې مسوولان وایې چې له ملي پارکونو نه پرته «د بامیانو بند امیر او د بدخشان واخان» او دوې نورې سیمې «کول حشمتخان او درهیې شاه فولاد» هم د ساتل شویو سیمو په توګه اعلان شوېدي.