په سریلانکا کې د نړۍ تر ټولو ستر بنجاني رنګی یاقوت کشف شو. د سریلانکا د ګاڼو پېژندنې انسټيټيوټ وايي، چې کشف شوی ګاڼه په نړۍ کې تر ټولو ستر یاقوت دی. د دغه یاقوت وزن ۲۸۰،۹۰ ګرامه (۱۴۰۵قیراطو) ته رسېږي او قیمت یې هم له ۱۰۰ نه تر ۱۷۰ میلیونو ډالرو په اندازه ټاکل شوی دی.
د دې قیمتي ګاڼه خاوند، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي؛ د بي بي سي فارسي څانګې ته ویلي، په هماغه لومړي نظر یې ګومان وکړ، چې دا به د نړۍ تر ټولو ازښتمن او قیمته یاقوت وي. هغه د دغه یاقوت په اخیستلو سره په ځان خطر هم منلی، خو وايي، په کومو پیسو چې اخیستل شوی؛ هغه به د یو راز په توګه پټ پاتي وي.
د دغه یاقوت په منځ کې د ستوري په شان نښې، هغه ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده. د دغه یاقوت څښتن هم هغه «د انسان ستوري» په نامه یادوي. هغه په دې
باور دی، چې د انسان ستوری، د یو ګاڼه جوړوونکي له پاره معمولي تیږه نه ده، بلکې د نندارې یوه ځانګړې قطعه ده.
د انسان ستوری یاقوت په سریلانکا کې د رانتاپور ښار په جنوبي برخو کې پيدا شوی دی. رانتاپورا د سریلانکا د «ګاڼو په ښار» مشهور دی.
د قیمتي ډبرو پېژندونکی ارميل سمون هم تاییدوي، چې دغه قیمتي یاقوت د نړي تر ټولو باارزښته ډبره ده.
سریلانکا هېواد د ګاڼو جوړولو د صنعت، د یاقوتو د صادراتو او استخراخ له لارې هر کال ۱۰۳ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي.