د کالفورڼیا سیمه ییز چارواکي وايي، چې د امریکا د کالفورڼیا ایالت په ساکرامینتو ښار کې د نژادي تاوتریخوالي په نتیجه کې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې لاریون کوونکي او مخالفان یې په خپلو کې سره ونښتل.
د ښاري کډوډویو د مخنیوي ادارې ویاند کرېس هاروي وايي، چې په ټپیانو کې د دوه کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.
د دغه لاریون په جوړولو کې د سنتي کارګرانو ګونډ ونډه لرله.
دغه ګونډ په امریکا کې د سپین پوستو په ناسیونالېسټ ګونډ شهرت لري.
د راپورنو له مخې د لاریون مخالف لوری، چې له لاریون کوونکو سره په نښته شول، له ۳۰۰ تنو زیات وو.





