د کلیو او پراختیا وزیرنصیراحمد دُراني د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې غونډې ته د ۱۳۹۵ کال د ترسره شویو کړنو ترڅنګ د ۱۳۹۶ کال د پلانونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
دُراني وویل، چې په ۱۳۹۶لمریز کال کې به د ولسي تړون ملي پرګرام پیل او په ۱۲ زره کلیو کې به بېلابېلې پروژې عملي کړي.
هغه زیاته کړه، په پلان کې لري چې نوي مالي کال کې په کلیو کې ۵۴۸ کیلومتره سرکونه، ۳۹۹۲ څاګانې او شبکې، شل زره "مبرزونه یا د تشنبابونو سیسټمونه" او ۹۰ بنسټيزې پروژې تکمیل کړي.
یاده دې وي، چې د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې عمومي غونډې ته د کلیوپراختیا، ښځوچارو، حج او اوقافو وزیران همدارنګه د اطلاعاتو فرهنګ، لوړو زدهکړو او پوهنې د وزارتونو مرستیالانو د روان کال د کړنو او راتلونکي کال د پلانونو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
یادې جرګې ته د حکومتي چارواکو د ۱۳۹۵ کال د کړنو ا و ۱۳۹۶ کال لهپاره د نویو پلانونو په اړه د رپوټونو لړۍ دوام لري، خو د ارشاد حج اوقافو وزیر فیض محمد عثماني هم ولسي جرګې ته وویل، چې په راتلونکي کې به په کابل کې د وزیرمحمد اکبرخان د جومات په ګډون درې پخواني جوماتونه په ښه توګه جوړکړي او په ولایتونو کې به هم د جوماتونو جوړولو ترڅنګ د خطبو په اړه یو کتاب هم چاپ کړي.