په راتلونکو ۶میاشتو کې د افغانستان د اوسپنې د اوبه کولو فابریکه فعالېږي

په افغانستان کې د اوسپنې د اوبه کولو د یوې سترې فابریکې د بنسټ ډبره نن په کابل کې کېښودل شوه.

دغه فابریکه د ۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښت جوړيږي او په یوه ورځ کې به ۴۰۰ زره ټنه په نړیوال معیار برابر سیخ ګول تولید کړي.

دغه فابریکه د «خان سټیل» په نامه یادېږي او مشر یې محمد خان وايي، چې د دې کارخانې په فعالېدلو سره به ۶۰۰ کسانو ته کاري موکې پیدا شي. خان سټیل فابریکه په ۱۵ جریبه ځمکه کې په شپږو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وړاندې کېږي.

د اقتصاد وزیر ستار مراد د دې فابریکې د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې وویل، چې دولت د هېواد د ځان بساینې له پاره له خصوصي تولیدي شرکتونو ملاتړ کوي.

مراد وویل، چې وروسته له دې هڅه کوي، چې ډېرې پروژې په کور دننه هغو کارخانو ته ورکړي، چې د عملي کولو توان یې ولري.

په اقتصادي چارو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار عمر زاخېلوال، چې په دغه مراسمو کې ګډون درلود، دغه ډول کارخانې د هېواد د وګړو د هیلو د پوره کېدلو له پاره ډېرې اړینې وګڼلې.

زاخېلوال وویل، چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د ناامنیو له امله ډېر پانګه وال له پانګې اچونې نه منصرف شول او بهر هېوادونو ته لاړل. هغه په هېواد کې دننه د فابریکو جوړلو د امنیت د ټینګښت له پاره یو اړین عنصر وګڼلو.

دغه فابریکه د دوو سوداګرو له خوا جوړه شوې ده. د فابریکې څښتنان وايي، چې  د دې فابریکې په جوړېدلو سره به د هېواد ۴۰ سلنه سیخ ګول د همدې فابریکې له خوا تولید شي.

دمګړۍ په ټول افغانستان کې د اوسپنې د ویلې کولو ۸ فابریکې موجودې دي، چې په کال کې ۶۰۰ زرو ټنه سیخ ګول تولیدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام