په دوو اوونیو کې د ۵۰ زره کډوالو راتګ؛ افغانستان د کرونا له ګواښ سره مخ دی

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن ملت ته د دولت ځواب وینې د غونډې پر مهال په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه وروستی راپور خپور کړ.

فېروز له هېوادوالو وغوښتل چې په خلکو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د لوړ ګواښ له کبله د نوي کال نمانځلو په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د روغتیا وزیر په هېواد کې د کرونا ویروس د تشخیص لوړ لګښت ته په اشارې چې هر مورد یې ۱۶۰۰ امریکايي ډالره لګښت لري وویل، د کرونا ویروس ډېری شکمن کسان چې د ویروس جدي نښې یې په وجود کې تشخیص نه شي، بېرته ردېږي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم په یوې خبري غونډه کې وویل چې په هرات کې هم د کرونا ویروس د پراخېدو مخنیوي لپاره دې دیني عالمان پرېکړه وکړي، څو په دغه ولایت کې د جمعې لمنځونه تر یوې مودې پورې وځنډېږي.

رحیمي له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د حمامونو او عمومي سالونونو د فعالیتونو او غونډو مخه ونیسي.

کرونا ویروس له دوو میاشتو راهیسې په نړیواله کچه د خلکو د ژوند لپاره په جدي ګواښ بدل شوی دی. دولتونو د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي او افغان حکومت هم د یاد ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

اړوند مطالب:

کرونا؛ هرات کې نوی ښوونیز کال وځنډېده

عامې روغتیا وزارت: په کرونا اخته د ۱۰شکمنو کسانو پايلې منفي دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام