دا څرګندونې د مدني ټولنې ځېنو فعالانو نن په کابل کې د ولسي جرګې مخې ته د لاریون پر مهال وکړې.
لاریون د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي په ملاتړ شوی و، چې د تېرې د دوشنبې پر ورځ د کابل نوي ښار حاجي یعقوب څلورې ته څېرمه، د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې ټپي شوی دی.
لاریون کوونکو مدني فعالانو، چې شمېر یې تر سلو پورې رسید؛ پر یوه غږ وویل، چې سیاسي شنونکي احمد سعیدي طالب او داعش نه دی ټپي کړی، بلکې پر هغه په دولت کې پنځمې ستنې برید کړی دی.
د لاریون یوه ګډونوال باقي سمندر: " جنایت کاران له بهر او داخل څخه هڅه کوي چې د وینا ازادي زندۍ کړي هغوی هڅه کوي چې وینا ازادي د تل له پاره له منځه یوسي."
لاریونوالو په پای کې یو څلور ماده ییز پرېکړه لیک هم خپور کړ، چې په ترڅ کې یې له ملي شورا نه غوښتل شوي وو، چې د دغه ډول کړنو پر ضد غږ پورته کړي.
په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي، چې د رسنیو فعالانو د تښتولو او وژنو په اړه باید دولت چوپه خوله پاتې نه شي.
دغه راز، د ملي شورا یو شمېر غړو، چې د لاریونوالو غوښتنو اورېدلو ته راوتلي وو؛ وویل، د دغه ډول ځنځيري بریدونو مسله به د ملي شورا په عمومي غونډو کې راپورته کړي.
د ولسي جرګې غړی کرام الدین رضا زاده ویلي وو، حکومت چې تر اوسه څه ویلي؛ باید عملي یې کړي او تر کومه چې موږ مالومات ترلاسه کړي، ځېنې کسان پيژندل شوي دي.
د ده پر خبره، هیله ده چې پېژندل شوي کسان پټ نه شي او ولس ته وروپيژندل او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزیار لاریونوالو ته ډاډ ورکړ، چې دا موضوع په پوره دقت سره څېړي او د تویو شویو وینو ځواب به حتمي پيدا کوي.
د ښاغلي سعیدي خپلوانو سلام طندار ته وویل، چې د هغه پر سر دوه ګولۍ لګېدلي، خو یوه ګولۍ لا هم د هغه په بدن کې بنده پاتې ده.
په همدې مهال کې په خپله احمد سعیدي ویلي، چې د ځېنو کړیو له خوا هڅه شوې، چې د ده په ترورولو سره د ملي یووالي حکومت بدنام کړي.