په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډه راکمه شوې

د ښځو چارو وزارت وايي، چې جنسي زورونې، نه خوندیتوب، په ګومارنو کې د اړیکو پالل او تبعیض په دولتي بنسټونو کې د ښځو ګډون ونډه راکمه کړې ده.

د دې وزارت معینه سپوږمۍ وردګ نن یک شنبه د (فبرو ورۍ په ۱۲) کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دوی څېړنې ښيي، چې په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډه دوه سلنه راکمه شوې ده.

نوموړې وايي، له دې مخکې ۲۲ سلنه دولتي بنسټونه مېرمنو اشغال کړي وو؛ خو اوسمهال دغه شمېر ۲۰ سلنې ته راټیټ شوی دی.

دغه راز د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په ادارو کې د ضوابطو پر ځای د اړیکو پالل او منفي لید په دولتي ادارو کې د مېرمنو په مقابل کې اساسي خنډونه بولي.

کوفي وايي، چې د قوانینو او پالیسو د بدلونو او سمون سربېره د خلکو په اندونو هم باید کار وشي.

د افغان مېرمنو پیاوړي کولو پروژې د دفتر رییسه دانایا بووی په غونډه کې وویل، چې دوی به د افغان مېرمنو پياوړي کولو او په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډې په برخه کې هڅې وکړي.

دا چې د ملي یووالي حکومت د مېرمنو ظرفیت لوړولو او په دولتي ادارو کې د هغو ونډې په اړه ژمنې کړې وې، خو له دوو کلونو راهیسې په دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه له ۲۰ سلنې نه ده زیات شوې او ۲ سلنه د ګومارنې کموالی هم ښيي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام