په خوست کې د ځانمرګي برید له امله ۱۸ تنه ووژل شول

ځايي چارواکي وايي، چې په خوست کې د ولايتي ادارې پر ضد د لاریونوالو په منځ کې د شوي ځانمرګي برید په پایله کې ۱۸ کسان ووژل شوي او ۶۴ نور ټپيان شوي دي.

دغه ځانمرګی د لاریونوالو په منځ کې پلی ورګډ شوی او ځانته یې چاودنه ورکړې ده.

دغه ځانمرګی بريد نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۰ بجې د خوست په لويديځ کې د خوست د والي د کور او پخواني ملکي روغتون ته څېرمه پر سړک د مظاهرې په منځ کې شوی دی.

دغه لاریونونه د والي عبدالجبارنعيمي پر ضد د هغو اعتراضونو په ترڅ کې روان و، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د والي نعيمي او نورو چارواکیو له دندو نه د لرې کولو په اړه روان پيل شوي.

د خوست والي وياند مبارز ځدران وايي، د لومړنيو معلوماتو پر اساس په ځانمرګي بريد کې ۱۸ تنه وژل شوي، چې زياتره يې ملکي وګړي دي.

مبارز زياته کړه، په بريد کې ۶۴ تنه ټپيان شوي دي، چې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون مشر همايون همایون په کې هم شامل دی، چې په چورلکه کې کابل ته لېږدول شوی دی.

که څه هم په خپله روغتيايي کارکوونکي په پېښه کې د وژل شويو او ټپيانو د کره شمېرو او روغتيايي وضعيت په اړه څه نه وايي، خو ځېنو نورو سرچينو د يو شمېر ټپيانو حالت نازک ښودلی دی.

د خوست د امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت هم خبريالانو ته ويلي، چې ځانمرګی د يوه کس له لوري، چې له چاودېدونکو موادو ډک واسکټ يې اغوستی و، شوی دی.

عيني شاهدان وايي، بريد هغه مهال وشو، چې د ولسي جرګې د غړي همايون پر مشرۍ مظاهره روانه وه.

د غیرت په وینا، له ځانمرګي وړاندې څو ډزې وشوې او بیا د چاودنې له امله د وژل شویو او ټپیان غوښې پر دوی ور وشیندل شوې.

تر چاودنې وروسته د پېښې په ځای کې د خلکو د بدن د غوښو ټوټې، وينې او څو وریجاړې شوې رېکشاوې ليدل کېدلې، چې ګمان کېده؛ د لاریونوالو تر څنګ ځېنې نور خلک هم په کې وژل شوي او ټپيان دي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو په يوه تليفوني پيغام کې په شوي ځانمرګي بريد کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي، خو چارواکي وايي، چې د پېښې د څېړلو په اړه مسولو ارګانونو جدي تحقيقات پيل کړي دي.

پر لاریون دغه چاودنه په داسې وخت کې کېږي، چې د (مارچ په ۲۸مه) ناصر اصولي ګواښ کړی و، که ولسمشر غني په درېيو ورځو کې والي او پر فساد نور ککړ چارواکي له دندو لرې نه کړي؛ خوست ښار او د خوست – ګردېز لاره به وتړي او اعتراضونه به پراخ کړي.

خو بلخوا د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د لاریون مشران د هغو اشخاصو او کړيو کار بولي، چې د قانون د تطبيق، د دولتي حاکميت او د قوي ادارې په شتوالي کې يې شخصي ګټې له لاسه ورکړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام