په خوست کې ښځینه فرهنګي فعالانې وایي، د تېرو څوو کلونو په پرتله اوس پهدې ولايت کې د ښځو فرهنګي فعالیتونو پخوانۍ ژوندۍ او ښېرازه روحیه بایللې ده.
د ځوانانو پارلمان خوستواله غړې شمیم څانګې سلام وطندارته وویل، چې دا مهال په خوست کې د مېرمنو فرهنګي کارونه بېخي په ټپه ولاړ دي.
اغلې څانګه زیاتوي، پخوا به يې مشاعرې او د کرهکتنې غونډې جوړولې؛ خو اوس د ښځو چارو ریاست د نه پاملرنې له امله دغه فعالیتونه په نهشت حساب دي.
د څانګې پر وینا، پخوا به یې په مرکزي لېسه کې فرهنګي ټولنه لرله، چې اوونیزې او میاشتنۍ مشاعرې یې جوړولې؛ خو اوس داسې محسوسېږي، چې هغه پخوان ښځینه فرهنګي بهیر له زوال سره مخ دی.
هغه له مرکزي دولت او يو شمېر خيريه ټولنو غوښتنه وکړه، چې پهدغه ولايت کې د ښځو له فرهنګي ټولنو سره پوره مرستې وکړي.
څانګه د ښځو چارو پر ریاست تور پورې کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د مېرمنو لهپاره په فرهنګي او اقتصادي ډګر کې د پام وړ کار نده کړی.
خو د خوست د ښځو چارو رییسه ملالۍ ولي بیا وايي، چې پخوا بهرنیو موسسو له میرمنو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوله؛ خو اوس د مرستهکوونکیو ادارو کمښت د دې لامل شوی، چې د ښځینه فرهنګي فعالیتونو او لهدوی سره د مرستې رنګ پيکه شي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ځایناستی رییس نجیب الرحمن وايي، چې د ښځو فرهنګي فعاليتونه هغه مهال پياوړي کېدای شي، چې د خير ښېګڼې ټولنې له ښځو سره مرسته وکړي.
هغه زياتوي، سره لهدې چې دولت د ښځو لهپاره ډېر کار کړی؛ خو پهدې برخه کې نور کار ته هم اړتیا لیدل کېږي.
نن سبا د خوست په مرکز او ولسواليو کې د ښځو ۱۵ ټولنې ثبت شوېدي او تر يوه بريده يې د ښځو لهپاره فرهنګي کارونه کړيدي.
سره لهدې چې خوست د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پروت ولایت دی؛ خو د ډېرو نورو ولایتونو په پرتله یې امنیت ښه او په بېلابېلو برخو کې یې د پرمختګ نښې لیدل کېږي.