لا وړه ، خپړ لونګه  لیونۍ وم چې دمېرمنو د ورځې نوم مې په کورکې دپلار له خولې او ښوونځي کې د ښوونکې له خولې اوریدلی و .

 د ماشومتوب د پاچاهۍ له ورځو نه مې هغه ورځ هم را په یاد ده چې پلار مې مور ته  ددې ورځې په ویاړ ښکلی ټیکری راوړی و. اوس مې مور او پلار دواړه مړه دي ، یوازې زما په زړه او خاطرو کې ژوندي پاتې دي او په دې هم خوشاله یمه چې دمورکۍ له مړینې وروسته په میراث کې دکورنۍ غړو هماغه دپلار سوغات ( د مور ټیکری ) یې ماته راوسپارلو.

ما هم دغه سوغات کلک ساتلی اوتر اروپا پورې مې له ځانه سره راوړی دی. دا راته دیوې سترې ډالۍ په شان دی ، چې راته حوصله راکوي.

 ځان د هغو زرو مېرمنو څخه د ګوتو په شمېر څو مېرمنو کې شمېرم چې د ژوند ملګري ورته داسلام د مبارک اومعتبر دین داحکامو او قوانینو سره سم ټول حقوق ورکړي دي.

خو د ګران وطن ټولې مېرمنې زما په شان ، زما د مورکۍ په شان او د څو نورو محدودو مېرمنو په شان بختورې نه وي.

 باور لرم چې تر نیمايي زیاتې خو به یې له دې ورځې خبرې هم نه وي. پوره هغه یو نسل نجونې چې زما سره سمې لویې شوي اوس مېرمنې دي او د ژوند پیټي یې پر اوږو بار دي، که د خپل ژوند د کتاب تیرې پاڼې راواړوي، نو باور لرم چې د خوشالۍ کمې او د ناورین او بدبختۍ زیاتې ورځې به یې لیدلې وي.

کله کله وایم زما د مورکۍ د عمر مېرمنې ښې وې، په څه خبرې نه وې، راغلې ژوند یې وکړ او لاړې، دا د نوي نسل نجونې هم ښې دي چې اوس را لوئیږي، ښايي حالات به ورته سم شوي وي او د دوی له حقونو به څوک سترګې نه پټوي. خو په منځ مهال کې زما د همځولو مېرمنو دې الله مل شي، چې له خپلو حقونو خبرې دي، خو ترلاسه کولی یې نه شي.

زه د هغو مېرمنو خبره او پلوي هم نه کوم چې خپله ټولنه ، خپل مذهب او خپل کولتور په پام کې نه نیسي، او د هغه څه غوښتونکې دي چې ښايي هېڅ کله به ورته زموږ په دودپاله ټولنه کې څوک ورنکړي.

 زه د دا ډول مېرمنو سره خواخوږي لرم ، خو ترڅنګ یې ورته دا سپارښتنه هم چې د پوزو پریکونکو نه پیزوانونه مه غواړئ، دلته لا د مېرمنو ډېر بنیادي حقونه تر پښو لاندې دي ، په هغو ټالونو چې تاسو ټال خوړل غواړئ رسۍ یې کمزورې دي.

زه د ګران وطن په لمن کې د خپلو خویندو او بچیانو لپاره د یو خوندي چاپیریال غوښتنه کوم ، پریږدئ چې نجونې زدکړې وکړي، پریږدئ چې په خپلو مټو او په خپلو پلونو باور پیدا کړي ، هر قدم د باور او خوندیتوب په فضا کې پورته کړي او یو داسې چاپیرچل ورته برابر شي، چې دغه ویریدلې هوسۍ بې له ویرې ترهې ژوند وکړي، کار وکړي او د ژوند پیټی درسره سم نیمايي پورته کړي.

 زما ګلالیه وروره !

تاچې د یوې ګلالۍ سره ژوند شریک کړی، د خدای لورینه ده چې هغه د ښو اخلاقو ترڅنګ په ښو زدکړو هم سنباله ده ، د هغې وزرې مه پریکوه ، هغې ته هم د مسولیت موقع ورکړه ، ځکه په ژوند کې هرڅه پېښېدای شي ، که خدای مه کړه دا د کار لاسونه او پښې دې سبا په کومه حادثه کې درنه لاړې نو د وارخطا په ځای به دې دا د ګلو ونه ولاړه وي.

 زه منم چې ته به ماته هماغه همېشنۍ بهانه کوې چې حالات سم نه دي، خو حالات سم کړه کنه ، تا په شان لږ ننګیالي دي په وطن کې ؟ لاس سره ورکړئ ، زړونه سره یو کړئ ، فکرونه مو سره نږدې کړئ، ته زما دارو ، زه ستا، له یوې شمعې نه یې راپیل کړئ، بله شمع بله کړئ، یو ورځ به ټول وطن چراغان وي.

 خو که تل دې په زړه د ویرې پیریان ناست وي او د لورکۍ د تعلیم او د میرمنې د کار او وظیفې مخه نیسې او همدا وايې چې حالات ښه نه دي، نو بیا خو به دا ویره ټول عمر درسره مله وي :

د خدای لپاره پښتنو ځانونه و پیژنئ

ستاسو لپاره خو به ځان له پیغمبر نه راځي

هغه بله شپه دلته د لور مې د صنف د نجونو او هلکانو میندو او پلرونو په یو ځايي رستورانت کې یو ماښامی برابر کړی و. پاڼه دلته په پراګ کې په برتانوي مکتب کې زدکړې کوي. په یاد مکتب کې د نړۍ د هر هیواد هغه ماشومان زدکړې کوي چې پلرونه یا میندې یې په چیک جمهوریت کې وظیفه لري. زه او خاوند مې دواړه ورغلو. شل ، پنځه ویشت تنه نور هم راغلي و.

 هلته د نړۍ په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې کېدې، خو ظاهره ده چې یوه افغانه جوړه په لاس ورشي، نو د ګران افغانستان ذکر خو به خامخا کیږي.

 د دوی سره هم ډیرې پوښتنې وي. دانیا د جنوبي افریقا ده ، عامر نه یې وپوښتل : له مېرمنې دې ډارېږې ؟ هغه ورته وویل : نه ، خو احترام یې کوم. او داهم له ما نه ډارېږي خو مودبه ده. دې بلا مړو خو ډېره مطالعه هم کړې وي، زر یې ورغبرګه کړه: د افغانستان په اړه مې یو کتاب ( The book seller of Kabul)  لوستلو، په هغه کتاب کې خو سړی د خپلې مېرمنې سره خیانت کوي او د هغې احترام هم نه کوي.

 ما ورته وویل : دانیا! هغه کتابي خبرې دي، لامبو په کتاب کې نه زده کیږي، موږ دواړه عملا ستا په وړاندې یو. ما ته خاوند پوره حق راکړی، ما زدکړې کړي، وظیفه لرم ، موټر یې راته اخیستی، خپله یې چلوم ، ماشومان مې خپله مکتب ته رسوم او راولم یې. او دې کار سره مې د خاوند نیمايي پیټی هم کم کړی ځکه هغه د کار ترڅنګ د ماشومانو پالنه او سنبالښت نه شي کولی.

 دانیا ته جالبه وه ، ویل یې خوشاله یم چې یوه خوشاله افغانه جوړه وینمه ، ددې خبرې په اوریدو یو ډول ویاړ مې احساس کړ. لوکاش د نیوزي لینډ دی، میرمن یې سویسۍ ده او لور یې ( پریا ) د پاڼې په صنف کې ده. عامر ترې وپوښتل : پریا هندی نوم دی، هغه وویل : هو نورو ډیرو هم راته ویلي، خو ما او مېرمنې مې د اسټریلیا په یو پوهنتون کې د زدکړو پرمهال وپیژندل او وروسته مو بیا واده سره وکړ، هغه مهال هلته یوه هندۍ جلۍ زموږ همصنفۍ وه ، پریا نومیده ، موږ هم کلونه وروسته چې لور مو پیداشوه ، همدا نوم مو پرې کېښود.

 لوکاش له عامر نه و پوښتل : د مېرمنو په نړیواله ورځ نندارې ته څه ډالۍ ورکوې ؟ ما ورته په خندا ورغبرګه کړه : دا چې خاوند مې ماته خپل ټول حقوق راکړي، نو زه نور څه نه غواړم، خو دده د دې نیکۍ په بدل کې د مېرمنو په ورځ ورته یو نوی صفر کیلومیټر موټر په تحفه کې اخلم. هلته ناستو ټولو سړو او مېرمنو لاسونه وپړقول.

ماته مې ټول افغانستان او خپلې ټولې وطنوالې مخې ته ودریدلې، له زړه نه مې دعا ووته چې لویه خدایه ! د وطن هره پیغله او هره مېرمن بختوره کړې چې د ځان او کورنۍ لپاره یو جنتي ماحول کې کور اباد کړي :

پریږدئ جینکۍ چې چمبه ووهي

دا مرغۍ اسیرې وې پرواز غواړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام