د جوزجان سیمهییز چارواکي وايي، چې په جوزجان ولایت کې یوې زدهکړیالې په کور کې له لفظي شخړې وروسته خپل ځان راځړولی او وژلی دی.
د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري سلام وطندار ته وویل، چې دا جلۍ بصیلا نومېدله او شاوخوا ۱۹ کاله عمر یې درلود. په خبره یې، د شبرغان ښار اوسېدونکې وه، چې تېره ورځ ناوخته مهال یې خپل ځان راځړولی او وژلی دی.
د غفوري پر وینا، دا جلۍ د یو خصوصي پوهنتون د لومړي ټولګي زدهکړیاله وه او د نورو پېغلو په پرتله په ادبي او فرهنګي غونډه کې فعاله وه.
دی د دې پېښې انګېزه کورنی تاوتریخوالی ګڼي او وايي، چې پولیسو پهدې اړه څېړنې پیل کړېدي.
د جوزجان له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت وايي، دا په روان لمریز کال کې د قتل او ځانوژنې ۷مه پېښه ده، چې لهدوی سره ثبتېږي.