د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې نن د داعشیانو رهبر حکمتالله غیور وژل شویدی. دا برید په درزاب ولسوالۍ کې شویدی.
د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجانی وايي چې د داعشیانو دوه بهرني غړي او یو محلي قوماندان هم پهدې برید کې وژل شوي.
د ۲۰۹ شاهین قل اردو یوې سرچینې هم د دې قوماندان د وژل کېدا د تایید تر څنګ وویل چې غیور له وژل کېدلو وروسته د بلخ اوسېدونکی حبیبالرحمان د هغه ځایناستی وټاکل شو.
امنیتي ځواکونه له ډېر وخت راهیسې د حکمتالله غیور د وژلو هڅه کوله؛ خو هر ځل به بچېدلو.
داعشیانو تر دامهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.