
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې مدرسې جوړې کړي، چې په دغه مدرسو کې کوچنیانو او کمکیو ځوانانو ته ترهګریزې زده کړې ورکوي.
د سیمې خلک وايي، که حکومت د طالبانو د دې کار مخه ونه نیسي؛ هغوی به په بغلان کې د زیاترو کوچنیانو او تنکيو ځوانانو ذهنونه ومینځي او د حکومت په خلاف جګړې ته به یې ولمسوي.
په دې اړه د مرکزي بغلان دوه تنه اوسېدونکي عبدالشیر حسین خېل او عبدالواسع سلام وطندار ته وویل، چې دغه مدرسې د دې ولسوالۍ په کوکچار او قیصر خېلو سیمو کې جوړې شوي او عملا فعالیت کوي.

دوی وايي، چې دغه طالبان له پاکستان څخه د دوی سیمو ته ورځي او په دیني مدرسو کار کوي، چې د ځوانانو او کوچنیانو انګیزه او ذهنونه د حکومت خلاف بدل کړي.
په همدې حال کې د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري د ځايي اوسېدونکو خبرې تایيدوي او زیاتوي، چې همدا مهال په دې ولسوالۍ کې پوځي عملیات روان دي او د طالبانو دغه پوځي او روزنيز مرکزونه به وتړي.
د مرکزي بغلان اوسېدونکو له دې وړاندې هم سلام وطندار ته ویلی وو، د کډوالو په بڼه ځینې مشکوکې کورنۍ له پاکستانه بغلان ته انتقال شوي دي چې ډېر اټکل کېږي؛ دغه کورنۍ به په داعش پورې اړه ولري.





