په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ کسان پر کورونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۲۰۷ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۳۳ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره ۸۹۴ ته رسېږي.

روغتیا وزارت ويلي چې یادې تازه پېښې په هرات، تخار، بادغیس، کندوز او غور ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه وزارت زیاته کړې، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۳۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي او په دې سره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۲۷ زره ۹۹۰ ته ورسېده.

روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېڅوک د کورونا له کبله نه دي مړه شوي.

د رسمي شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۱۳۸۵ کسان چې پر کورونا ویروس اخته وو، مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام